The news is by your side.

د افغان ولس لاسنیوی؛ برېتانیا د مرستو لمن نوره هم پراخوي

خبریال وېب پاڼه: برېتانیا وایي چې له افغانستان سره پر۲۸۶ ملیونه پونډه شوې بشردوستانه مرستې  ۷۵ ملیونه نور هم ور زیاتوي.

د یاد هېواد یوه ديپلومات کریسټین ترنر له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې برېتانیا غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.

د ده په وینا یاد هېواد له افغانستان سره د ۲۸۶ ملیونه پونډه بشردوستانه مرستې اعلان کړی  او پر دې به ۷۵ ملیونه پونډه نور هم ور زیات کړي.

د ترنر په خبره برېتانیا غواړي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي او هڅه یې دا ده، چې مرستې یې مستقیم پر اړمنو کسانو ووېشل شي.

که څه هم بهرني هېوادونه د مرستو د مستقیم لیږد خبره کوي، خو برېتانیا وایي، چې د مرستو په لېږد کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.

کریسټین ترنر هیله ښودلې، چې هېوادونه وکړی شي په ګډه په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.

برېتانیا وروسته له هغې د خپلې بشردوستانه مرستو لمن پراخوي، چې په افغانستان کې له یوه لوري د ژمي يخه هوا او بل لورته ملیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

عام خلک د بېکارۍ په دې اوج کې یواځې لاسنیوي ته هیلې لري.

پر افغان ولس دا حالت وروسته له هغې راغی کله چې تالبانو د افغانستان واک ترلاسه او پخواني حکومت سقوط وکړ.

بل لورته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو د اسانتیا په موخه نوی پرېکړه لیک صادر کړی دی.

ددغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کوي چې باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي، چې له مالي سرچینو استفاده ونه کړي.

Comments are closed.