The news is by your side.

د افغانستان په هکله د م،م نوی پریکړه لیک صادر شو

خبريال ويب پاڼه/ په دې پريکړه ليک ويل کيږي چې ګټې دي ګټې ملګري ملتونه ان ټوله نړۍ اوس ځان له افغانانو سره خواخوږی بولي او هر هېواد يې له خپله طرفه د يو څه اندازه مرستې اعلان کړی له همدې سره سم ملګري ملتونو هم د افغانستان لپاره مهم او اړين قدم واخيست او نوی پلان يې جوړ کړ.
په د ې پریکړه لیک سره مرستندويانو کولای شي چې په اسانۍ سره خپلې مرستې تر افغانانو ورسوي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا وويل چې افغانستان په سخت وضعيت او له یوه اقتصادي سقوط سره مخ دی ځکه نو دوی له هر خنډ او ځنډ پرته مرسته کوونکو ته زمينه مساعدوي چې افغانستان ته يې ورسوي.
ملګري ملتونو ويلي چې دا مرستې به په تور لیست کې چې کوم تالب مشران دي ورته ونه رسیږي، ملګري ملتونو بيا پر دې ټينګار کړی چې بشردوستانه مرستې دي ډير ژر اړمنو افغانانو ته ورسيږي ترڅو هغوی پرې خپل حالت ښه کړي تر اوسه پوري يوازي تش په نوم بشردوستانه فعاليتونه کيږي خو کومه ګټه يې نه ده کړې، ځکه خلک اوس هم په ډير سخت حالت کې دي.
ملګري ملتونه وايي که چيرې دا حالت کنټرول نه شي نو پوره ۹۷ سلنه افغانان به د فقر تر کچې لاندې راشي او دا شمیره به په ټوله نړۍ کې يوه اندېښنموونکي شمېره وي ملګري ملتونو موده مخکې پر نړۍ ږغ وکړ چې د راتلوونکي کال لپاره دي افغانستان ته څلور نيم ميليارده ډالر په نظر کې و نيول شي
تراوسه لا هم باورونه موجود دي چې نړيوال به له افغانستان سره مرسته کوي خو سوال دادی چه ډ افغانستان حالت عادي نه شي نو بیا خو مرستې هم ګټه نکوي ځکه په موقتي ډول به اوس افغانانو ژوند ښه شي خو مهمه داده چې د راتلونکي لپاره به افغانان څه کوي دا ځواب څوک نلري.

Comments are closed.

koi finance