The news is by your side.

ماليزيا د تالبانو د رسمیت پېژندنې خبر…

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو حکومت له څلور مياشتې وروسته بیا هم هيڅ يوه هېواد په رسميت نه دی پیژندلی او نه يې هم ورته زړه ښه کړی.
خو ماليزيا هېواد د تالبانو د حکومت اړوند يو غوره اعلان وکړ او زياته يې کړه چې يو شمېر اسلامي هېوادونه غواړي د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپيژني، د مالیزیا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د غرب د دريځ ور ها خوا يو شمېر اسلامي هېوادونه غواړي چې د تالبانو حکومت په رسميت وپيژني.
د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د اوس لپاره پر دې بحث روان دی چې څنګه تالبان په رسميت وپيژني، او په دې هکله به دا هېوادونه خپل دریځ ژر اعلان کړي.
په دې بیان کې مالیزیا د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخيستی خو ويل کيږي چې خپله د مالیزیا په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسميت پيژني چې په دې هکله به ژر خپل نوی دريځ هم اعلان کړي.
مالیزیا وروسته له هغه دا اعلان کوي چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان يوه لويه غونډه چې د افغانستان په هکله وه ترسره شوه، او له هغه راوروسته يو شمېر هېوادونه دې ته زړه ښه کوي چې له تالبانو سره اړيکې ولري.
که يوازي يو هېواد هم تالبان په رسميت وپيژني نو دا لویه خبره ده او د دوی لپاره به يو نړيوال د ليل او ثبوت په ګوته شي، ښايي په دې هکله تالبان هم ښه غبرګون وښيي او دا د خپل ځان لپاره لويه لاس ته راوړنه اعلان کړي، د ا ځل په هکله اوس پر امریکا هم فشارونه زيات شوي او له دې هېواده غوښتل کیږي چې د افغانستان د خراب وضعیت له امله بايد د دې هېواد وګړو ته د هغوی کنګل شوې پيسې ازادي کړي، تر څو د افغانانو او افغانستان اوسنی وضعیت تغير وخوري.
که مالیزیا او نور اسلامي هېوادونه دا اقدام کوي نو ليري نه ده چې امريکا او غرب به هم د افغانانو لپاره يو نږدې قدم اخلي او د رسميت پيژندنې کوم پړاو به بشپړ کوي خو مالومه نه ده دا هېوادونه چې ماليزيا ياد کړي څه وخت دا اقدام کوي

Comments are closed.