شاهين د امريکا په وړاندې سختې خبرې وکړې

خبريال ويب پاڼه/ په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر غړي او وياند سهېل شاهين د امريکا په وړاندې سختې خبرې وکړې او د بنديزونو دوام يې پر افغان ملت خورا ظلم وباله.
شاهين وويل چې د امريکا له لوري روان بنديزونه د ټول افغان د مجازات په معنی دی او دا هيڅ د بشر حقونو د ملاتړ په معنی نه دی او امريکا بايد له دې کار څخه لاس واخلي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو يو شمېر فعالانو هم له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادي کړي، ترڅو د افغانستان اوسنی بشري وضعيت سم او افغانان هوسا شي.
تيره ورځ په کابل کې یو شمېر ښاريانو لاريون وکړ‌ او له امريکا څخه يې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، دوی وويل چې افغانان په سخت وضعيت کې دي او امريکا دي لومړی بايد دې وضعيت ته په پاملرنه يادې پيسې ازادې کړي.
د امريکا د کانګرس يو شمېر غړو هم وويل چې امريکا دي د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د ښه کولو لپاره په يوه اقدام سره د افغانستان شتمني ازاده کړي.

څلور مياشتې کيږي چې کيږي چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي او له هغه راوروسته امريکا د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالر کنګل کړل او تراوسه پورې يې دا پيسې نه دي ازادي کړې.
اوس تالبان‌په دې لټه کې دي ترڅو د افغانستان په اړه يو ښه انځور نړيوالو ته وړاندې کړي خو تراوسه هيڅ يوه هېواد د تالبانو حکومت په رسميت نه دی پیژندلی او نه يې هم په وړاندې کوم اقدام کړی تالبان کوښښ کوي چې د امريکا رضايت ترلاسه کړي ولې تراوسه پورې امريکا د دوی هیڅ نه دي منلي.
تالبانو په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان کې د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي له امريکا او نړۍ وغوښتل چې د دوی حکومت په رسميت وپيژني او همدارنګه دي د يو ترحم له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro