بلوچ: دوی به ژر له (آی اېس آی) د کریمه بلوچ غچ واخلي
خبریال وېب پاڼه: د بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې یوه مشر ډاکتر الله نظر بلوچ ویلي، چې د دوی به ژر د کریمه بلوچ غچ له آی اېس آی واخلي.
نوموړي ویلي، چې د دوی مخکښه ښځینه فعاله کریمه بلوچ د پاکستاني حکومت ( آی اېس آي) وژلې او ژر به یې بدل ترې واخلي.
د ډاکتر الله نظر بلوچ په خبره، پاکستانی حکومت دومره ظالم دی، چې یواځې کریمه نه؛ بلکې هر هغه څوک، چې د پاکستاني پوځیانو له ظلمونو پرده پورته کوي دوی يې وژني.
د یادونې ده، چې کریمه بلوچ یو کال وړاندې په کاناډا کې د وسله والو کسانو له لوري ووژل شوه.
د نوموړې مړی د بلوچستان په “تمپ” سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
هغه د خپل قوم پیاوړې او فعاله مبارزه ښځه وه او تل به یې د پاکستان د حکومت د ظلمونو خلاف غږ پورته کاوه.
کلونه کېږي، چې پاکستانی حکومت دا ډول ظلمونه کوي، خو پاکستان کې د مېشتوپښتنو په باور دوی به خپله مبارزه دوامداره ساتي څو د پاکستان ظالم حکومت نسکور شي.
هغه مهال هم د کریمه بلوچ په وژل کېدو سخت غبرګونونه را وپارېدل او د نوموړې د قاتلینود نیولو غوښتنه وشوه، خو تر نن پورې هېڅ نشته.
د یادونې ده، چې د بلوچو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم کلونه کېږي، چې د پاکستاني حکومت د ظلمونو پر وړاندې مبارزه کوي.
Comments are closed.