The news is by your side.

بلينکن ډ افغانستان په اړه ښه اعلان وکړ

خبریال ويب پاڼه/ د امريکا د بهرنيو چارو وزيړ انتونيو بلنکن د افغانستان په هکله تازه څرګندونې کړې او زياته کړې يې ده چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.
بلينکن وويل چې دوی له افغانستان سره د لا ډيرو مرستو ورکولو تابیا لري د ده په وينا چې د افغانستان وضعیت څاري او ګوري چې دا هېواد په ډيرو سختو اقتصادي. حالاتو کې دی.
بلينکن وويل چې د افغانستان په اړه د خپلې پاليسۍ د بدلولو په لټه کې دي او غواړي چې لا زياتي مرستې له افغانستان سره وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې د افغانستان د کنګل پيسو په هکله هم دوی چارې ترسره کړې او له دې پيسو به نړيوالو مرستندويانو ته پيسې ورکړي.
ملګري ملتونو په خپل نوي دريځ کې روښانه کړه چې د راتلونکي کال لپاره اړتیا ده چې له افغانستان سره د څلور نيم ميليارده ډالرو په ارزښت مرسته وشي، هغوی وويل چې د افغانستان لپاره بايد ټول نړيوال هېوادونه لاس په کار شي او په دې سختو شرايطو کې ورسره مرسته وکړي.
د ملګري ملتونو د راپور له مخې د افغانستان د نفوس تر نیمايي زیات ۲۳ ميليونه کسان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري چې بايد ورسره وشي يو شمېر هېوادونو ډ امريکا په ګډون له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړ.
د اسلامي همکاریو سازمان ته د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په خبرو کې وويل چې د مرستو سره سره له افغانستان سره بايد نړۍ د نغدو پيسو ورکړې په برخه کې هم مرسته کوي ځکه دا مهال افغانان اړتیا لري.
تالبان څه غواړي
تالبان همدا غواړي چې امريکا د افغانستان په هکله يوه نوې خبره وکړي، تالبان په دې لټه کې دي ترڅو نړۍ او آمريکا يې په رسميت وپيژني او ورسره ښې اړيکې ولري خو امريکا د تالبانو لپاره تر اوسه پورې هم ښه خبره نه ده کړې او تور يې پوري کړی چې تالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي ځکه د ښځو اقليتونو او ټولشموله حکومت په برخه کې يې هيڅ نه دي عملي کړي.

Comments are closed.