The news is by your side.

جنګ سوړ شو، میری تود شو!/ له زړو خبرو د عبدالله هرکلی

خبریال وېب پاڼه: د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې وروسته په کلتوري مسئلې د افغانستان او پاکستان ناندرۍ هم پای ته ورسېدې، خو عبدالله عبدالله اوس د یادې غونډې هرکلی وکړ.

په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان له ترسره شوې غونډې درې ورځې تېرېږي، خو د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله له سعودي عربستان او پاکستان څخه د اسلامي همکاریو سازمان غونډې جوړېدو او کوربه‌ توب هر کلی اوس وکړ.

نوموړي په خپل ټوېټر په خپاره کړي پيغامونو کې د دې سازمان غړیو هېوادونو له‌ خوا افغانانو سره د سمدستي مرستو غوښتونکی هم شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د تېرې یک ‌شنبه په ورځ په اسلام‌آباد کې د افغانستان وضعیت په تړاو جوړه شوې وه.

عمران خان په یاده غونډه کې افغانستان کې نجونې مکتب ته نه پرېښودل د افغان کلتور برخه ګڼلې وه، چې دا خبره د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوه، خو عبدالله عبدالله پرې هېڅ غوږ هم ونه ګروه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي عامو افغانانو، افغانو سندرغاړو او د کوزې پښتونخوا مشرانو د عمران د دې خبرې په غبرګون کې نوموړي ته سخت سخت ځوابونه ورکړل خو عبدالله عبدالله هېڅ ونه ویل.

عبدالله عبدالله په ټوېټر کې هم د عامو خلکو تر سختو پوښتنو لاندې راغلی.

ګڼو ورته ورته لیکلې، چې د عمران په خبره یوه افغانه سندرغاړې غبرګون ښيي ته ولې چوپ یې؟

ګڼو ورته په کړو کمنټونو کې لیکلي: (( موږ فکر کاوه، چې ته به دعمران خان په خبرو غبرګون وښيي، خو نه تا بیا وپلورلو او تاسې زموږ عزت لیلام کړ.))

عبدالله عبدالله د هېواد یو له هغو سیاسي څېرو څخه ده، چې له کلونو راهیسې افغان ولس ورته په غوصه دی.

د افغانانو په وینا ده ټول عمر په نه منلو تېر کړی او بیاهم دوی ترې د ښه کار تمه نشي کولای.

Comments are closed.