The news is by your side.

د رسمياتو پړام،م تالبانو ته شپږ میلیونه ډالر ورکوي

خبریال ويب پاڼه/ د ملګري ملتونو ملتونو ادارې د خپل امنيت په بدل کې غواړي تالبان په دندو وګماري او هغوی ته مياشتنۍ تنخواوي ورکړي.
رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ملګري ملتونه غواړي د خپلو دفترونو او عملیاتي پروګرامو لپاره د امنيت تامين برخه کې تالبان په دنده وګماري او بيا ورته مياشتنۍ تنخواوي ورکړي.
راپور وايي ملګري ملتونه به له دې پيسو څخه هغه کسانوته چې د دی امنیت ساتي ډوډۍ خواړه او د مياشتې تنخواوي ورکړي، جزيات وايي چې يوازي کابل کې په لسو بېلو ځايونو کې د ملګري ملتونو ۳۵۰۰ کسان په دندو بوخت دي چې امنيت ساتل یې لويه مسله ده.
ملګري ملتونه دا مهال په افغانستان کې د روان بشري وضعيت د تامين او مهار ولو دنده پر غاړه لري او هڅه کوي ترڅو په خپلو هلو ځلو سره د افغانستان د روان ناسم وضعيت په هکله ښه کارونه ترسره کړي خو تر اوسه يې د ښو کارونو هيڅ څرک نه لګیږي.
ملګري ملتونو د افغانستان د وضعیت په هکله خبرداري کې وويل چې افغانستان مرستو ته اړتيا لري او دا مهال د دې هېواد تر نیمايي زیات نفوس چې شمېر يې ۲۳ میلیونه ته رسيږي عاجلو مرستو ته اړتیا لري، د اسلام اباد غونډه کې د ملګري ملتونو ادارې له نړيوالو وغښتل چې د راتلوونکي کال لپاره دي له افغانستان سره د څلور نيم ميليارده ډالرو مرسته وکړي چې دا به په تاريخ کې د دې ادارې له لوري له نړۍ څخه د يوه هېواد لپاره لويه مرسته وي، تراوسه پورې يو شمير هېوادونو مرستې کړې خو وضعيت ته په کتلو سره ښايي مرستې نورې هم وغوښتل شي ځکه د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړی استازی هم وټاکل شو چې له دې وروسته به د افغانستان لپاره ډ مرستو او نورو چارو د سمون په برخه کې کار کوي خو مالومه نه ده چې دا سخت حالت به په افغانستان کې تر کومه دوام کوي نړيوال د افغانستان په هکله لويه اندېښنه ښيي

Comments are closed.