The news is by your side.

غزني: جاغوري ولسوالۍ کې پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي

خبریال وېب پاڼه/ وروسته له هغې چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکو ادعا وکړه، چې د دې ولسوالۍ د پولیسو آمر دوو ساتوونکو، پر دوو مېرمنو جنسي تېری کړی، د دې ولسوالۍ د ودانۍ تر مخې لاریون ته را ووتل.

اعتراض کوونکو د دې پېښې عاملینو ته د مجازاتو ورکولو غوښتونکي شول.

اعتراض کوونکي دجاغوري ولسوالۍ د سیمه اییزو امنیتي چارواکو پر ګوښه کولو ټینګار کوي.

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو امر احمد خان سیرت وایي، د جاغوري ولسوالۍ د پولیسو امر او جنایي مدیر دندې اوس مهال ځنډول شوي دي.

سیرت زیاتوي، چې نن به د غزني د امنیه قومندانۍ ریاست د پولیسو امریت یو پلاوی د دې پېښې د څېړنو لپاره جاغوري ولسوالۍ ته ولاړ شي.

د خلکو لاریون لا هم د دې ولسوالۍ د ودانۍ تر مخې دوام لري.

تازه معلومات ښیي، چې پولیسو پر لایونوالو ډزې کړي او په ډزو کې لاریونوالو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

غزني هغه ولایت دی، چې وخت ناوخت تر د نا امنیو، جګړو او د ځینو ولسوالیو د سقوط راپورونه هم ورکول کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance