The news is by your side.

ډېر ژر به د کندهار ٢٠٠ زره ټنه غنم بازار ته وړاندې شي

خبریال وېب پاڼه/ تر راتلونکو دوو اوونیو به د کندهار ٢٠٠ زره ټنه غنم بازار ته وړاندې شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږ کال د دې ولایت په څه باندې ۶۷ زره هکټاره ځمکه کې اوبیز او للمي غنم کرل شوي، چې د للمي غنمو حاصلات به یې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې بازار ته وړاندې شي.

د کندهار د کرنې ریاست په خبره اټکل کیږي، چې تر ۲۰۰ زره ټنه غنم راټول او مارکېټ ته به وړاندې شي، چې په بازار کې به د اوړو پر بیې مثبت اغېز ولري.

مخکې له دې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي وو، چې په دغه ولایت کې د پستې څه باندې درې زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې د همکارو مؤوسسو او خلکو په همکارۍ په تېرو څو کلونو کې په دې ولایت کې د پستې څه باندې درې زره جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې ډېره ښه پایله یې هم ور کړې ده.

د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې پسته د کندهار له اقلیمي شرایطو سره ښه توافق لري او په دې ولایت کې د پستې د سوداګریزو بڼونو د جوړولو په پار یې په روان کال کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د ۱۲۰۰ نويو بڼونو د جوړولو په پار پر ۲۲۰ بزګرانو د پستې ۴۸۰ کیلو تخمونه او پلاستیکي کڅوړې وېشلي او یادو بزګرانو ته د پستې د تخمونو د کرکېلي لارې چارې هم ښودلي دي.

دغه راز تېرکال په دې ولایت کې د پستې ۷۰۰ جریبه بڼونه هم پیوند شوي دي.

په کندهار کې د پستې څه باندې درې زره جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړ شوي دي، چې یاد ولایت د تازه مېوو له ډلې انګور او انارو په برخه کې مخکښ ولایت دی.

د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم هڅوی، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د پستې د بڼونو جوړولو او ترویج په پار هلې ځلې ګړندۍ شوي دي او خلک د پستې بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په راتلونکو څو کلونو کې د انارو، انګورو او انځرو ترڅنګ پسته به هم د دې ولایت د صادراتو په لست کې شامله شي.

باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.