نیمروز ولایت به د اسیا د غلو ګدام نوم راخپل کړي
خبریال وېب پاڼه/ د کمال خان د اوبو بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د هملند پر سیند جوړېږي.
د دغه بند د جوړولو لومړنۍ چارې د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داوود خان په واکمنۍ کې پیل شوې وې، خو په هېواد کې د پرله پسې جګړو له امله د دغې پروژې چارې، په بشپړ ډول نه دي ترسره شوې.
شنونکي وايي د کمال خان د بند د پروژې په بشپړېدو سره به اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا تولید شي.
په افغانستان کې د بندونو جوړول تل د یو شمېر په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان له اندېښنو سره مل وي.
د تدارکاتو د قانون موادو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې د نیمروز ولایت د کمال خان د اوبو د بند د جوړولو چارې، له ستونزو سره مخ او هر کال د هېواد میلیونونه متر مکعب اوبه ضایع شي.
اوس د یادې حیاتي او بنسټیزې پروژې، په عموم کې د کمال خان بند د مختلفو برخو کارونه تر ډېره بریده بشپړ شوي او پاتې چارې یې په منظم ډول روانې دي.
د نیمروز والي سلطان ولي وايي د یاد بند به په نږدې راتلونکې کې د نیمروز سپېرې دښتې سمسورې او نیمروز به په یوه شین او زراعتي ولایت تبدیل شي او د پخوا په شان به د اسیا دغلو د ګدام نوم راخپل کړي.
والي ډاډ ورکوي، چې مرکز او محلي اداره ورسره په څنګ کې ده او په ټولو برخو به یې د دقیق نظارت ترڅنګ بشپړه همکاري ترسره کوي.
د نیمروز والي د شته ستونزو د حل لپاره ډاډ ورکړ، چې ژر به ورته رسیده ګي وشي.
مخکې له دې د نیمروز والي ویلي و، چې ایران په دغه ولایت کې زیات استخباراتي فعالیتونه کوي او ایراني چارواکي د کمال خان د بند په اړه اندېښمن دي.
د نیمروز والي زیاته کړې وه، چې د کمال خان بند د جوړولو درېیم پړاو ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی، چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به د کمال خان بند د اوبو ذخیره کولو ته تیار شي.
په لویدیځو ولایتونو فراه، هرات او نیمروز کې د اوبو د پروژو د امنیت په اړه دوامداره اندېښنې موجودې دي خو د نیمروز چارواکي وايي چې د کمال خان د بند امنیت نیول شوی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.