The news is by your side.

د ثور د آتمې په پار ۱۲۴۰۰ نور بندیان خوشي کېږي

خبریال وېب پاڼه/د ثور د آتمې په مناسبت چې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو د بریالیتوب ورځ یادېږي، زرګونه بندیان خوشي کېږي.

د ارګ په وروستۍ ناسته کې پرېکړه شوې ده چې د ثور د آتمې په پار به د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه شاوخوا ۱۲۴۰۰ بندیان خوشي شي.

نن دوشنبې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷ مه نېټه په ارګ کې د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې غونډه وشوه او د پخواني شوروي پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا په پلمه د د زرګونه بدنیانو د خوشي کولو فرمان نهایي شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه هم د ولسمشر په فرمان د هېواد له بېلا بېلو زندانونو څخه شاوخوا ۶۱۲۴ بندیان خوشي شوي وو.

ارګ وروسته له هغه د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه کوي چې په هېواد کې د کرونا وبا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده یوازې تېره شپه د هېواد په کچه ۱۷۲ مثبتط پېښې ثبت شوې او ۷ کسان له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي هم دي.

په ټول هېواد کې د کرونا مجموعي مثبتې پېښې ۱۷۰۳ ته رسېږي. د زیاتو مثبتو پېښو په کتار کې په ترتیب سره لومړی کابل د ۴۷۹ مثبتو پېښو په لرلو، هرات دویم د ۴۲۰ پېښو، کندهار د ۲۲۴ مثبتو پېښو په لرلو او بلخ د ۱۱۸ مثبتو پېښو په لرلو سره په څلورم کتار کې ځای لري. پاتې ولایتونه له پورته خوا نه ۵۲ نه را نیولې تر یوې مثبتې پېښې پورې په کې ثبت شوې دي. یوازینی ولایت چې د کرونا مثبته پېښه نه لري، نوریستان دی. تر اوسه د کرونا له امله په هېواد کې ۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۰ کسان بېرته ورڅخه رغېدلي دي.

د زندانونو د تنظم ادارې مشر وایي چې تازه ۱۲۳۹۹ خوشي کېدونکي بندیان له هغو لسو زرو زندانیانو جلا دي چې ولسمشر یې وړاندې د خوشي کولو فرمان صادر کړی ؤ او څه د پاسه ۶۱۰۰ بندیان ورڅه خوشي شوي هم دي.

ولسمشر غني د دغې بندیانو د خوشي کولو په برخه کې دویم مرستیال سرور دانش او د زندانونو عمومي رییس ته دنده سپارلې چې د دغه فرمان بشپړ جزیات له ولس سره شریک کړي. د یادونې وړ ده چې حکومت تر دې مهاله د هېواد له مختلفو زندانونو څخه څه د پاسه ۵۵۰ طالب بندیان هم خوشي کړي دي او ژمنه یې کړې چې تر ۱۵۰۰ پورې طالب بندیان به خوشي کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance