The news is by your side.

سپین زر شرکت ٢٤ساعتونو کې د ۱۰ ټنه تولید ظرفیت لري

خبریال وېب پاڼه/ د کندوز ولایت د بشپړه عایداتي یوه سرچینه د سپین زر شرکت دی، چې د کندوز ولایت یې د خپلو صنعتي محصولاتو سره په سیمه کې مشهور کړی.

پخوا یې د شمال ختیځې حوزې زرګونه اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه او د تېرو څو لسیزو جګړو د دغه شرکت لوی برخې ویجاړې کړې او د دغه شرکت مادي او معنوي سرمایه یې د ځینې ډلو له خوا لوټ شوه او د طالبانو له لوري د کندوز ولایت دوه ځلي سقوط هم پر سپین زر شرکت سیوری وغوړاوه.

په ۱۳٩۸ او ۱۳۹۷ کال کې، د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د خلکو د استازو، قومي مشرانو او مدني فعالانو په غوښتنه، د پخوا په پرتله، د سپین زر شرکت د فعالولو هڅه وکړه.

په ۱۳۹۷ کال کې، د کندز ولایت رهبري د دې لپاره چې د سپین زر شرکت د شتمنیو غصب مخه ونیسي او عواید یې ډېر کړي، د عدلي او قضایی ارګانونو، په ځانګړي توګه درنو جرمونو ته معرفي کړه د سپين زر شرکت غصب شوې ځمکې راوګرځولې چې په دغه کال کې يې ۴۷ میلیونه عاید راټول کړل چې دغه شمېره يې تېر کال کې ۷۰ میلیونه افغانیو ته ورسېدې.

همدارنګه، د کندز والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د سپین زر شرکت مشر د دغه شرکت د فعالولو لپاره د ازبکستان هېواد څخه پنځه تولیدي دستګاوې اخستل شوي دي.

د سپين زر شرکت مشر ذبیح الله زاهد په وینا، هره دغه دستګاه په ورځ کې د دوه زره ټنه غوړيو تولیدي ظرفیت لري، چې په مجموعي ډول په ۲۴ ساعتونو کې لس- ټنه تولید ظرفیت لري او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دریو میاشتو کې به کندز کې نصب شي.

زاهد وايي چې ازبکستان د سپین زر سره تخنیکي مرسته لري او دا دستګاوې د سپن زر له بودیجې څخه اخیستل شوې وې.

د اخستل شوي پنځه دستګاوې، څلور د دانې تولید او پروسس کولو وړتیا لري.

کُنجِد، زِغر، چگد، پنبه او د افتاب پرست ګل د تولید وړتیا لري او یوه بله دستګاه يې د غوار د پنبې بسته بندۍ، بادام او پستې ظرفیت لري
د کندوز اوسیدونکي، چې د سپین زر فعالېدو ته هیله مند دي او د ولایتي مشرتابه وروستۍ کړنو څخه هرکلی کوي او وايي، چې د سپین زر په فعالېدو سره به سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د کروندګرو اقتصاد به د پام وړ وده وکړي.

د سپين زر شرکت په کومو برخو کې فعالیت کوه؟

د غوړو تولید، جگد، صابون جوړولو، چیني جوړولو او پنبې پروسس په برخو کې د مېرمنو په ګډون، درې زره کسانو کار کاوه.

په کندز کې زیات شمېر ځوانان نیوکه کوي چې بېکارۍ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی دغه راز پر حکومت هم انتقاد کوي چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصوتونو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

د دې ولایت د ځوانانو په وینا، که چېرې حکومت د کندز د سپین زر شرکت او دغه راز د خان اباد ولسوالۍ د اوبو لګولو او د برېښنا پروژې فعالې کړي، ښايي د دې ولایت زرګونو تنو بېکاره ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.

له دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني د کندز له خلکو سره ژمنه کړې چې د ښار د ماسټر پلان له بشپړېدو سره به د کندز ښار د بیارغونې عملي کار پېل شي.

غني د صنعت او تجارت وزیر او په مالي او بانکي چارو کې خپل سلاکار ته سپارښتنه کړې چې د کندز د سپین زر شرکت د بیارغونې او فعالولو پلان جوړ کړي او ورته یې ور وسپاري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.