The news is by your side.

زابلیان: زابل له سقوط څخه وژغورﺉ

خبریال وېب پاڼه/ د زابل اوسیدونکي پر مرکزي حکومت غږ کوي چې زابل د سقوط څخه وژغوري.

د زابل اوسیدونکي او ولایتي شورا په دې ولایت کې د نا امنیو څخه شکایت کوي، دوی وايي د زابل د مرکز کلات تر څنګ په ولسوالیو او دې ولایت کې په تېره شوې کابل – کندهار لویه لاره هره ورځ وسله وال طالبان بریدونه کوي او په ښکاره خلک تالاشي کوي خو امنیتي مسؤولین د امنیت لپاره هېڅ تدابیر نه لري، د زابل امنیه قوماندان بیا وايي چې د زابل ولایت کلات ښار اوس د هېواد په کچه امن شوی، د خلکو ادعاوې بې ځایه دي.

د زابل ولایت اوسیدونکي وايي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو وروستيو بریدونو، د امنیتي سرتېرو تلفات او د طالبانو له خوا د پوستو نیول او خپل حاکمیت پراخول سخت اندېښمن کړي او په دې اړه تراوسه نه د ولایتي مسؤولینو او نه هم د مرکزي حکومت له خوا کومه پاملرنه شوې.

دا اوسیدونکي وايي، د مرکز کلات په ګډون په ولسوالیو او دې ولایت کې تېره شوې د کابل – کندهار لويې لارې وسله وال طالبان هره ورځ بریدونه کوي، مسافر تالاشي کوي او ځوروي خو د دې ولایت مسؤولین د مخالفینو په اړه هېڅ اقدام نه کوي.

دا اوسیدونکي د دې ولایت مسؤولین د امنیت په چارو کې پاتې بولي او پر مرکزي حکومت غږ کوي چې زابل د سقوط څخه وژغوري.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان هم امنیتي حالت د اندېښنې وړ بولي خو د نا امنیو یوازینی علت په امنیتي سکتور کې سیاسي مداخلې او د نا اهله کسانو ګمارل بولي.

ولایتي شورا وايي که چېرې مرکزي حکومت د زابل د امنیتي حالت د سمون لپاره کوټلي ګامونه وانه خلي نو دوی به په مدني حرکتونو پیل وکړي.

خو د زابل سرپرست امنیه قوماندان ذبیح الله ژوبین وايي، جنګ په ټول هېواد کې روان دی خو د زابل مرکز کلات ښار امنیت د هېواد په کچه یوه نمونه ده چې خلک ځیني خوشاله دي، ښاغلی ژوبین وايي، د ده په راتګ سره په امنیتي حالت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی او خلک تر خوښ دي.

د زابل اوسېدونکي داسې مهال د نا امنیو څخه شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د زابل په مرکز کلات او ولسوالیو کې تر بل هر وخت طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او حکومتي سرتېرو خپلي زیات شمېر سیمي وسله والو طالبانو ته پرېښي دي او دواړه لوري د یو بل پر وړاندې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.