The news is by your side.

فاریاب: یو نرس او د کورنۍ درې غړي یې په کرونا اخته دي

خبریال وېب پاڼه/ په فاریاب ولایت کې د یو نرس په ګډون یې د کرونۍ درې تنه نور غړي هم په کرونا ویروس یا کوویډ١٩ اخته شوي دي.

د فاریاب ولایت سیمه اییز چارواکي، د فاریاب د حوزوي روغتون د ایرکین په نامه د یو نرس او د کورنۍ درې تنه غړیو پر کرونا ویروس د اخته کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، دې نرس د درې سوه بستریز حوزوي روغتون د بېړنۍ سروې په برخه کې دنده درلوده.

د فاریاب والي زیاته کړې، چې د نوموړي نرس دوه وروڼه او یو د ترور”خاله“ زوی هم پر کوویډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

د حوزوي روغتون د یو شمېر سرچینو په وینا، د کرونا یا کوویډ١٩ ناروغۍ د څلورو تازه پېښو په ثبتېدو سره په فاریاب کې د مثبتو پېښو شمېر اوو ته ورسېد.

په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ١٧٠٣ هم لوړې شوې.

په ورته مهال په هېواد کې لسګونه ډاکټران، نرسان او روغتیاپالان په کرونا ویروس اخته دي، تر دې دمه ترې څلور ډاکټران مړه شوي دي.

کرونا ویروس یا کوویډ١٩ اوس مهال ټوله نړۍ له یو ورک نومي حالت سره مخ کړې، د نړۍ په ګڼې ګوڼې ځایونو بندیزونه لګېدلي، ښوونیزې او تحصیلي، ادارې، یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارې او د تګ راتګ ځایونه تړل شوي.

کرونا ویروس ټولې نړۍ ته اوس پر یو سرخوږي بدله شوې، نړۍ یې له یوه لوی روغتیایي او اقتصادي بحران سره مخ کړې.

د دې ویروس د چټکې خپرېدنې د مخنیوي او خوندیتوب لپاره د روغتیایي او وقایوي لارښوونو تطبیقول اړین دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.