The news is by your side.

هسپانیه کې تر ټولو اوږد شېر ۲۰مه کلیزه

خبریال وېب پاڼه/ هسپانیا کې تر ټولو اوږد ژوندي شل کلن شېر ٢٠مه کالیزه ولمانځل شوه.

د هسپانیا په ويلنسیا کې د يوه ژوبڼ مسؤولینو په ياد ژوبڼ کې د فا په نوم د شېر شلمه کلیزه سمه په جوش او خروش سره ولمانځله.

د کلیزې په ورځ، د ياد ژوبڼ مسؤولینو شېر ته بالونونه او د ډالۍ بکسونه ورکړل، په داسې حال کې چې ٢٠ شمېره هم په کې اېښودل شوې وه.

فا شېر په هسپانیه کې تر ټول اوږد شېر دی، ښکاره خبره ده چې د کرونا ویروس له کبله په ټوله نړۍ کې قرنطین وضعه شوی او ګڼ ژوبڼونه او نور ځایونه بند شوي، خو بیا هم د دغه ژوبڼ ساتونکي دلته د حیواناتو پوره پوره خیال ساتي او د تېر په شان يي په ښه شکل ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس له وېرې ژوبڼونه هم تړل شوي، د ژوبڼونو تړل کېدل او حیواناتو ته یې پاملرنه له هغه وخت ډېره شوه، چې د نیویارک په برونکس ژوبڼ زمریان او پړانګان کرونا ونیول.

څو اوونۍ وړاندې د نیویارک په برونکس ژوبڼ کې د دریو زمریانو سره سره ٤ پړانګانو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې، په ورته وخت کې په نیویارک کې پیشوګانې هم په کرونا ویروس یا کوویډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

د امریکا په ګډون په هانکانګ، بلجیم او جرمني کې هم په کورنیو حیواناتو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

څېړنې ښیي چې له یوې پیشو بلې ته هم د کرونا ویروس انتقالیږي، له انسانانو هم حیواناتو ته دغه ویروس انتقالېدی شي، خو تر اوسه څېړنو نه ده ثابته کړې، چې له حیواناتو انسانانو ته د کرونا ویروس انتقالېدی شي که نه؟

امریکایي روغتیاپالان او طبي ساینسپوهان کورنیو حیواناتو کې د کرونا ویروس یا کوويډ١٩ د نښو نښانو په لیدل کېدو په کورونو کې د حیواناتو د قرنطین کولو وړاندیز کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance