The news is by your side.

متقي اسماعيل خان سره د جوړي کولو لپاره ايران ته تللی

خبریال ویب پاڼه/ نن د ایران په غوښتنه د تالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي ايران هېواد ته ولاړی.
امیرخان متقي د ايران د سپاه پاسداران په غوښتنه دې هېواد ته تللی او د دوی په منځګړیتوب به له اسماعيل خان سره د تالبانو جوړه وکړي.
تالبان ځکه دا کار کوي چې ترڅو د اسماعيل خان په وسيله د مقاومت ډله ددوی مقابل کې نوره جګړه ونکړي.
د تالبانو له راتګ سره سم په افغانستان کې د پخوانۍ ټلوالې په مشرۍ د خپل شتون اعلان وکړ او له کله کله چې پر تالبانو بريدونه ترسره کیږي هم پړه يې مقاومت پر غاړه اخلي.
د افغانستان له ټول سقوط وروسته بیا هم څه موده په پنجشير ولايت کې د مقاومت ډلې جګړه وکړه چې وروسته يې يو شمېر تسلیم او له هېواده وتښتېدل.
تالبانو هغه مهال کوښښ وکړ چې بغير له جګړې کولو د پنجشېر ولايت ونيسي خو داسې ونه شو او دمقاومت ډلې په دې ولایت کې د جګړې کولو اعلان وکړ.
اوس تازه که څه هم تالبانو د متقي د سفر جزيات نه دي شريک کړي خو يو شمير خبري سرچينو راپور ورکړی چې متقي د سپاه پاسداران په غوښتنه او منځګړيتوب د ټلوالي د يو مهم غړي اسماعيل خان او تالبانو جوړه ورکوي.
تالبان او ایران
په تيره شل کلنه جګړه کې ايران وخت ناوخته له تالبانو سره د وسلو او توغنديو مرستې کولې چې ایران او تالبانو نه منله، خو اوس د دې هېواد له کړنو څخه داسې مالومیږي چې د دوی يارانه پخه وه.
خو په لومړيو کلونو ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې ايران د تالبانو د‌ يوه دښمن په توګه کله چې امريکا پر افغانستان برید کاوه نو يې له امريکا سره د تالبانو په پرزولو کې نظامي او اطلاعاتي همکاري وکړه

Comments are closed.