The news is by your side.

تالبانو کې د پاکستان مخالفين او موافقين

خبریال ویب پاڼه/ دا کره خبره ده چې تالبان به پر يوه نه بلکې پر څو ډلو ژر ده چې وويشل شي، د پاکستان په وړاندې يو شمېر تالبان خورا جدي او دا هېواد خپلو شومو اهدافو ته نه پريږدي بله ډله تالبان چې د ټولې حقاني شبکې او نورو يادونه کولای شو، د پاکستان لپاره منځلارې او د دوی موافقين دي اوس مهال د دواړو ډلو ترمنځ هر څه مساوي روان دي قدرت شهرت او رعايت پوښتنه پاکستان به اوس کوښښ کوي چې خپل مخالفین منځوي او له قدرته واچوي، يوه ښه يادونه د ملا محمد يعقوب مجاهد کولای شو چې د پاکستان په وړاندې يې ډيورنډ لاين په اوږدو کې جديت کړی او خپل سرحدي ځواکونه يې ستايلي دي، اوس پر ملا يعقوب کتنه داده چې کيدلی شي د خپل ځوان فکر له پلاره ورته پاتې نامه او د يوه نوي رهبر او محبوبيت لټولو لپاره به لږ د ملت غوښتنې ته ګوري او د پاکستان په وړاندې به جديت غوره کوي.
که څه هم د تالبانو په عمومي پاليسۍ کې د پاکستان پر ضد څه نشته نو ښکاره خبره ده چې د پاکستان پر ضد اوسنی حالت د تالبانو منځ کې د پاکستان ضد ډلې راوستلی او موږ يې ورته مشر ملا محمد يعقوب مجاهد ټاکلی شو.
د سرحدي ليوا ګانو قوماندانان چې پاکستان ته د غاښ ماتوونکي ځواب ګواښ کوي، د يعقوب په امر هرڅه ترسره کيږي.
ملا يعقوب د تالبانو د تحريک له زيږون سره ریښه لري ځکه نو اوس هم تر حقانيانو او نورو ټولو رول زيات دی، په سياسي او نظامي برخه کې خو په عمومي ډول تالبانو ته هيله نشي کيدلی خو که د يوه ملي او محلي افغانې ايډيالوژي خاوند وو، نو د تالب ځوان غړي به وي چې بيا هم پکښې يعقوب راتلی شي.
مهم تحليل دادی چې پاکستان د افغانستان په کمزوري نظامي او اقتصادي حالت کې غواړي موقع ووهي او له ډيرو کلونو انتظار وروسته خپلو موخو ته ورسيږي، له دې هیواد‌ سره د تالبانو دننه مرکزيت کې قوي همکاري او مرستې پيل دي او ان داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د مويد يوسف سفر افغانستان ته د ډيورنډ لاين د رسمي کولو هڅه ده تراوسه پورې يوازي د مويد سفر اعلان شوی خو جزيات وايي چې په ظاهره به دواړه لوري امنيتي او اقتصادي تړونونه وکړي خو په پټه به ډيورنډ هدف وي چې څه به وشي؟

Comments are closed.