The news is by your side.

مويد د ډيورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره افغانستان ته راځي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښې پر سر له ډیرو ترينګلتيا وو، وروسته اوس د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد یوسف په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راځي.
اوس شکونه دادي چې د مويد يوسف په مشرۍ دا پلاوی په اصل کې پر تالبانو
د پاکستان نفوس او د افغانستان د اقتصادي خرابوالي په فشار سره به په تالبانو ډيورنډ د رسمي سرحد په توګه ومني او پرې به يې لاسليک کړي.
سياسي تحليلګر، او د پوهنتون استاد محمود مرهون پر خپله فېسبوک پاڼه باندي د مويد سفر ته په اشارې ويلي، د پاکستان څخه NSA د ډيورنډ کرښې د امضاء لپاره راځي د ده له انده دا به لویه غداري وي که ډيورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه ومنل شي.
وو پلاوی چې مشري يې مويد يوسف کوي افغانستان ته راځي چې په ظاهره به اقتصادي او امنیتي تړونونه لاسليک کړي او داسې فکر کېږي چې د افغانستان د موجوده نظامي او اقتصادي کمزوريو په ګته اخیستنه به ډيورنډ فرضي کرښه په تالبانو رسمي کړي خو د دې سفر موخه او هدف به وروسته نور هم څرګند شي.
له دې اعلان وروسته ويل کيږي چې کونړ ولايت ته د تالبانو زيات ځواکونه رسيدلي او پرلاره دي د سيمه ييزو خلکو هم همدا تحليل دی چې پر ډيورنډ لاين باندې په حتمي توګه يوڅه بدلیدونکي دي، خو اندېښنه لري.
د عامو خلکو غبرګون دادی چې نه تالب او ته هم بل څوک دا چاره ترسره کولای شي ځکه دا د کرښې دواړو غاړو ته د قومونو حق دی
د عوامي نشنل ګوند يو وياند ډيورنډ لاين ته په اشارې وويل چې ۹۹ کاله تير شوي د انګريز او امير عبدالرحمن خان تړون له منځه تللی او څوک کاله ترې تير شوي ځکه نو اوس پاکستان وارخطا دی.
تالبان که څه هم پر ډيورنډ لاين باندې ټينګ او حتی د ازغن تار لګولو اجازه نه ورکوي خو پاکستان به حتمي فشارونه پرې زيات کړي وي

Comments are closed.