The news is by your side.

ملا هيبت الله اخند د ملت ترڅنګ له خپلو تالبانو هم پټ دی راز څه دی؟

خبريال ويب پاڼه/ داسې خو به نه وي چې د ملامحمد عمر مجاهد غوندي کيسه وي؟
هغه پوره دوه کاله وړاندې مړ شوی وو ولې د ده په نوم فعاليت پيل وو فرمانونه يې ورکول.
اوس د ملا هیبت الله اخند هم همدا کيسه ده فرمانونه او ګمارنې کوي په هرڅه کې ونډه لري ولې دی نه مالوميږي؟
شيخ هيبت الله اخندزاده د تالبانو له واکمنۍ تراوسه يوازي په کندهار کې د راپورونو سرټکی دی خو تراوسه هلته يوازي د ده ليدنه له ځانګړو کسانو سره وي.
تازه راپورونه دادي چې شيخ هيبت الله د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې له مهمو تالب مشرانو او ديني عالمانو سره کتلي او هغوی ته يې مهمې سپارښتنې کړې دي خو ولې هيڅ يوه تالب ونه لیدی؟
د افغانستان لومړی شخص ولې د ولسواليو او یوه ولایت په کچه کار کوي خو تراوسه شکونه دادي چې د تالبانو دريم مشر هم څو کاله وړاندې مړ شوی او دا راز د تالبانو څخه پټ ساتل شوی؟
د شیخ هيبت الله د مړينې اوازې څو ځله خپرې شوې پارن پاليسي تير کال يوه راپور کې د تالب سرچينو له قوله وویل چې د دوی مشر شیخ هيبت الله اخندزاده د کروناله امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
بله آوازه تازه د يو شمېر غربي شنونکو او د افغانستان پرزول شوي حکومت چارواکو کړې چې ملا هیبت الله اخند چې د تالبانو دریم مشر دی څو کاله وړاندې مړ شوی.
بله آوازه هم داوه چې د تالبانو دا مشر د کوئټې په ښار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی او له منځه تللی، خو تالبانو د خپل مشر د مرګ اوازې هر ځل رد کړې ولې د ملابرادر او نورو تالب مهمو مشرانو په ګډون چې ملت او تالب جنګياليو ليدلي ملا هیبت الله اخند نه ملت او نه هم خپلو جنګياليو ليدلی.
د تالبانو محلي او ملي ځواب
ترڅو چې تالبان په رسميت و نه پيژندل شي او نومونه یې له تور ليست څخه و نه ايستل شي زموږ مشر نه شي څرګنديدلی ځکه لاهم خطرونه موجود دي، له دې څخه داسې ښکاري چې تالبان او افغانستان لا هم تر تهديد لاندې دي دی او تالبان احطيات کوي

Comments are closed.