The news is by your side.

لغماني تالبان د وردکيانو په وړاندې، موږ هم حق غواړو خدای ج دي تبا کړه وردګه

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې پر ټولنيزو رسنيو د وردګو د تالبانو د ګیلو يوه ويډيو خپره شوه چې پکښې یې ګيلې او ګواښونه کړي دي.
هغه وويل چې کابینه جوړه شوه خو وردګ تالبانو ته هيڅ ونډه نه ده ورکول شوې، ده وويل وجنګيدو وجنګيدو خو هيڅ را نکړل شو.
هغه اداعا وکړه چې تالبانو له وردګو سره ډير ظلم کړی دی او هيڅ ونډه يې ورنکړه.
خو د دې وردکي تالب په مقابل کې يو اوس يو لغمانی تالب اداعا کوي چې قرباني او جګړه لغمانيانو وکړه او حق وردګ غواړي.
د تالبانو دې لغماني غړي چې په عمر پوخ سړی دی وويل داسې مه کوه خدای ج دي خوراکړه يوازي د وردګ غم خوری وردګ داسې وردګ داسې.
هغه وويل: اې وردګه ته چې د وردګو د حقوقو دعوا کوې په خدای ج قسم چې زما لغمانيانو تر تاسې زياته قرباني ورکړې ده، وردګه ته دي ځان پوی کړی زما قاري توحيد پښتون او نور وګوره موږ تر تاسې زياته قرباني ورکړې، زه نه ژاړم اوښ نه ژاړي وری ژاړي خدای ج دي تبا کړه وردګه»
د تالبانو منځ کې په محلي او لویه کچه بې اتفاقۍ پيل شوې دوی ته اوس سمت، قوم چوکۍ او قدرت ګران شوی موږ او تاسو په لوړه کچه د ملا برادر اخند او حقانيانو ستونزې وليدلې او لاهم دوام لري تراوسه پورې ستونزې نشته خو که چېرې تالب جنګیالي پر همداسې پيغامونو عمل وکړي ولايت هر ولايت د قدرت نشه رامنځته شي نو ستونزې او کورنۍ جګړې تر پېښېدلی شي.
که څه تالبانو د خپلې لوړې کچې جنجال چې د حقاني او ملا برادر اخند ترمنځ وو پټ کړ خو بيا هم يو شمېر سرچينو حتی د ډزو کولو خبر لا ورکړ، چې څه موده ملابرادر غيب او له هغه وروسته راڅرګند شو، خو تالبانو ته په کار ده چې ملي فکر وکړي او د ستونزو په وړاندې جواب ګو و اوسي.
تراوسه تالبانو د خپل منځي اختلافاتو څخه څعپ ده نه ده پورته کړې ولې په اصل کې د دوی ترمنځ لويي ستونزې واقع دي چې نړۍ ته يې د تالبانو د رسميت ورکونې او نورو چارو تنظيم ټکنی کړی.

Comments are closed.