The news is by your side.

پاکستان له افغان تالبانو د تحريک تالبان مشران غواړي دوی به يې ور وسپاري؟

خبريال ويب پاڼه/ تحريک تالبان پاکستان په تيره شل کلنه جګړه کې د افغان تالبانو سره اوږد پر اوږه له امريکا او تير جمهوري دولت سره وجنګيدل ستړي شول او قربانۍ يې ورکړې خو د دوی د بريا لپاره.
اوس د پاکستاني دولت دا هڅه روانه ده چې د تحریک تالبان پاکستان مقاومت نور خاموش شي او هغوی په يوه طرحه نه يوه طرحه باندې له جګړې لاس واخلي دې ډلې د پاکستاني دولت سوله رد کړه، ځکه نو اوس پاکستان پر نورو لارو چارو کار کوي ترڅو تحريک زيانمن او له جګړې کولو وغورځوي.
پاکستان يوه موقع دا لري چې پر افغان تالبانو باندي فشارونو زيات کړي چې د تحریک تالبان مشران ورته وسپاري خو تالبان به دا کار وکړي؟
د ملګروملتونو سازمان ويلي چې تحريک تالبان د افغان تالبانو له بریا وروسته د انسجام په حال کې دي او جګړې ته چمتوالی نيسي،
بيل روګيو، د لانګ وار ژورنال مدير چې د ترهه ګرۍ برخه کې کار کوي وويل که پاکستان له افغان تالبانو وهم غواړي چې د تحريک تالبان مشران ور وسپاري نو نتيجه به د دې ځواب نه وي او افغان تالبان لکه پر القاعده چې يې ننګه وکړه د پاکستاني تالبانو مشران هم په لاس ورنکړي.
روکيو زياته کړه چې په ځانګړو دليلونو تالبان دا کار نکوي او د القاعدې غوندي تحريک تالبان هم ساتي.
نوموړي دوه عمده دليلونه وويل چې دا دواړه ډلې د تالبانو بريا کليدي رول درلود او په تيرو شلو کلونو کې له دې ډلې سره اوږه پر اوږه وجنګېدل او په دې برخه کې يې زياتې قربانۍ هم ورکړې دي.
افغان تالبان څه وايي
په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترينګلې او تالبانو پر ډيورنډ کرښه پاکستان ته ګواښ کړی چې د اغزن تار د لګولو اجازه به په هیڅ صورت ورنکړي خو پاکستان بیا وویل چې په دې برخه کې موږ قربانۍ ورکړې او دا پروژه به حتمي بشپړه وو، له دې څخه داسې ښکاري چې د وخت په وتلو سره د پاکستان او تالبانو اړيکې يو له بل سره خرابيږي او ښايي نيتجه يې ډيره بده وي

Comments are closed.