تالبان د تخلیې ماموريت د پيل لپاره د قاچاقبر نورزی خلاصون غواړي
خبریال ویب پاڼه/ بشير نورزی چې يو نړيوال قاچاقبر او په ډيرو جنايتونو کې لاس لري تالبان يې له امريکا څخه د خلاصون غوښتنه کوي.
بشير نورزی چې د امریکا له لوري د لویو قاچاقبرو ليست کې ځای لري په دې تورن دی چې امريکا ته يې هيروئين او نور مخدره توکي صادرول او اوس له امریکا سره زنداني دی.
تازه راپورونه دادي چې تالبان پر واشنکټن فشار راوړي ترڅو بشير قاچاقبر نورزی خوشي کړي.
هغوی ګواښ کړی چې تر څو امريکا دا لوی افغان قاچاقبر نه وي خوشي کړی نو له افغانستانه به هیڅ امريکايي او هغه کسانو ته چې د امريکا شرايطو ته برابر دي د تللو اجازه ورنکړي او له همدې امله اوس مهال د تحليې ماموريت درولی شوی دی.
تراوسه پورې امريکا په دی اړه هيڅ هم نه دي ويلي خو داسې ښکاري چې د يوه جنایتکار بدل کې د تالب ډلې دا رنګه کړنه د هېواد پخير نه ده.
تالبان ولې نورزی خوشي کوي
بشير نورزی د تالب ډلې مالي تمویلونکی او ان شريک وو، دا کس د تالبانو لوی مالي ملاتړی هم بللی شو کله چې هغه په ۲۰۰۵ زیږدیز کال د امريکا نيويارک کې له هيرويينو سره يوځای ونيول شو او زندان ته واچول شو او وروسته په ۲۰۰۹ زېږديز کې د يوې محکمې له لوري په عمر قید باندې محکوم شو.
بشير نورزی څنګه ونيول شو؟
الن سیدلر د بشير نورزي مدافع وکيل دی هغه وويل چې موکل ته يې فريب ورکول شوی او دا کړنه د امریکا د فدرال پوليسو ايف بي ای کړې، ځکه هغه ته ويل شوي وو، که آمريکا ته ولاړ شي و به نه نيول شي يوازي به افغانستان کې ترې د مخدره توکو د قاچاق او کاروبار په هکله مالومات وغوښتل شي خو کله چې دی امریکا ته رسيږي نو سمدلاسه نيول کېږي.
Comments are closed.