The news is by your side.

تالبان ولې د اندونيزيا له لوري له افغان ګډوالو سره غيري انساني چلند ته چپ د

خبریال ويب پاڼه/ تالبان اوس د افغانستان واکمنان بلل کیږي د دوی له لاسه لکونه افغانان د ويري له امله خپل هېواد او کور څخه وتښتېدل اوس اندونيزيا هېواد ورسره ډير بد چلند کوي خو تالبان د یوه واکمن په توګه هيڅ نه وايي هلته افغانان په ډير بد حالت دي.
تالبانو اوس تازه له قزاقستان او پخوا له نورو هېوادونو سره خورا ښې خواخوږۍ ښودلې وې خو پر خپلو افغانانو باندې تراوسه چپ پاتي دي.

وروسته له هغه چې افغانستان کې تالبان واک ته ورسيدل لا نور هم د کډوالو چوپې زياتې شوې او بیوزله افغانان په ټوله نړۍ کې خواره واره شول، خو په دې هېوادونو کې له افغان ورتلونکو کډوالو سره هر وخت غيري انساني او بشري چلند کیږي.
له اندونيزيا څخه د جواد رباني په نوم يو افغان چې د اندونيزيايي پولیسو چلند يې له افغان ګډوالو سره ليدلی وويل د صحت د برخې د مسؤلینو د نه پاملرنې له کبله موږ دوه افغانان له لاسه ورکړل.
جواد وويل موږ د خپلو حقوقو لپاره سوله ييز اعتراض وکړ خو د پولیسو له لوري يو شمیر کسان سخت ووهل شول او روغتونونو ته يو وړل شول.
په جاکارتا کې د کډوالو افغان فعال اصف رحيمي له افغانانو سره د اندونيزيايي پولیسو غيري انساني چلند تایید کړ خو لامل يې هم بيان کړ هغه وويل دا ټولې ستونزې اسټرالیا هېواد پوري اړه لري ځکه هغوی د کډوالو منلو کې زيات محدوديتونه راوستلي دي.
ويل کيږي چې د ای او ام ادارې يو افغان ناروغ پرته له دې چې جوړ شي له روغتون څخه په بد حالت کې رخصت کړي چې وروسته يې ژوند له لاسه ورکړی.
انډونيزيا هېواد کې زرګونه افغانان بې سرنوشته پراته او برخلیک په هکله يې هيڅ مالومات نشته هغوی د ای او ام او نورو بشري نهادونو دفترونو مخ ته سوله ييز اعتراضات کوي تر څو ږغ يې واوريدل شي خو د دوی پر اعتراضاتو باندې اندونيزيايي پولیسو بريد کړی او ډير افغانان يې سطحي او سخت ژوبل کړي دي.
تراوسه پورې د اندونيزيا حکومت او ياهم بشري بنسټونو په دې هکله څه نه دي ويلي خو هلته افغان کډوال په بد حالت کې دي.
د افغانستان له لوري هيڅ ږغ نشته

Comments are closed.