The news is by your side.

د مقاومت جبهې سره روغه جوړه، متقي او احمد مسعود سره مخامخ کیږي

خبريال ويب پاڼه/ عمومي فکر دادی چې احمد مسعود تر مقاومت په حکومت کې د ونډې غوښتلو ته لیواله دی او دا ځل غواړي ځان د پلار په پرتله هوښيار مالوم کړي.
سپاه پاسداران به د تالبانو او مقاومت ډلې د جوړې کولو چارې مخ ته وړي لا مالوم نه ده چې څه به وشي.
دوه باوري خبرونه په لاس کې دي چې د متقي ایران کې د جوړي کولو لپاره د احمد شاه مسعود زوی او د هرات پخوانی والي اسماعيل خان ګوري.
تالبان د متقي د سفر پخلی دا ډول کوي چې نوموړی د سياسي او اقتصادي مسایلو په موخه ایران ته تللی ولې اصل د کيسې دادی چې هيڅ اقتصادي او سياسي خبره نه کيږي د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د ايران د انقلابي ګارد سپاه پاسداران په غوښتنه دې هیواد ته تللی،
د احمد مسعود کورنۍ اوس هم د ايران مشهد کې شپې او ورځې تيروي او دا دی متقي ورته د دوستي لاس اوږد کړ.
تالبان او مقاومت ډله تراوسه ډډه واړه لوري کپ پاتي دي څه نه وايي.
ايران مقاومت جبهه او تالبان
مقاومت جبهه او تالبان يو طرف يعنی افغانان ګڼل کېږي خو ايران بل طرف دی اوس د افغانانو جوړه کيږي په عمومي ډول د هېوادوالو ترمنځ له مخالفته اړيکې ښې دي خو د دوه وسلوالو ډلو ترمنځ چې لسګونه کلونه يې دښمني پر ځای پرته ده ښايي جوړه کول کومه معنی ونلري که احمد مسعود له تالبانو سره کښېني نو په حکومت کې د ونډې تقاضا به یې د جمهوريت پر وخت د دوی ونډې ته رسيږي او يې مخالفت نو جګړه او تبليغات کوي خو تالبان ان داسې ښايي چې د خپلې محافظه کارۍ څخه ورته يو وزارت هم ورنکړي.
کله چې احمد مسعود له ځانه ملا احمد مسعود جوړ کړ نو بيا هرڅه ډير وزارتونه وزارتونه اوس تالبان دې ته هيله من دي چې د احمد مسعود په کښینتلو سره دوی زيات مشروعيت تر لاسه کولای شي او يا په بله معنا د هغه هیوادونو چې د مقاومت جبهې ملاتړ او خواه خوږي کوي مخالفت څخه خلاص او نور پرې فشار و نه اوسو خو د قدرت له عینکو چې ورته وکتل شي نو دا جوړه کول ناشوني دي او يا به هم دواړه طرفونه د مذاکراتو مرحلې ته ستنیږي

Comments are closed.

koi finance