امريکا: د افغان پوځ چورلکې تالبانو ته نه ورکول کیږي.
خبريال ويب پاڼه/ په یوه تازه اقدام کې امریکا اعلان وکړ چې تالبانو به له افغانستانه دباندې الوتکې ورنکړل شي.
د امريکا دفاع وزارت وياند جان کربي، وويل چې په ازبکستان او تاجکستان کې د تير حکومت د پوځ چورلکې او الوتکې به تالبانو ته ورنکړل شي.
د امريکا دفاع وزارت څرګنده کړې چې د دې الوتکو وروستۍ پریکړه لا نه ده شوې خو داسې پلان نشته چې دا الوتکې دي افغان لوري ته ورکړل شي.
د تير حکومت له سقوط وروسته يو شمېر افغان پيلوټانو تاجکستان ازبکستان او ان عرب اماراتو ته د افغان پوځ الوتکې انتقال کړې او اوس هم هلته شتون لري.
خو تراوسه د دې الوتکو برخلیک نه دی مالوم چې څنګه به کېږي خو امريکا اعلان وکړ چې دوی داسې پلان نلري چې افغان لوري يعني تالبانو ته دا الوتکې وسپاري خو د دې چورلکو په اړه به پریکړه کيږي.
څو ورځې وړاندې د تالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد هم د دې الوتکو په هکله غبرګون وښود تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه يې په کلکه وغوښتل چې د افغانستان الوتکې دوی ته ورکړي.
هغه وويل ازبکستان او تاجکستان دي زموږ الوتکې بيرته راکړي زموږ حوصله دي نه ازمايي چې بيا په يوه اقدام لاس پوري کړو هغه وويل چې دا هېوادونه بايد الوتکې افغانستان ته ورکړي ځکه که کمزوري یو خو بيغرته نه يو.
د دې موضوع په هکله تراوسه د دې دواړو هېوادونو کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی خو ښکاره خبره ده چې د دې الوتکو پريکړه به يوازې امريکا کوي.
تراوسه پورې د امريکا د دې پريکړې په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.
خو تالبان له لومړۍ ورځې څخه په دې لټه کې شوي چې له دواړو هېوادونو څخه دا الوتکې ترلاسه کړي خو بريالي شوي نه دي او په وروستي اقدام کې د دې الوتکو په هکله دادی امريکا مداخله وکړه
Comments are closed.