پاکستان دا ځل ټي ټي پي سره افغانستان کې خبرې کوي‌

خبریال ويب پاڼه/ ټي ټي پي د پاکستان حکومت پر ضد زړوره وسله پورته کړه او په دې سره يې دا مستبد رژيم زيات وارخطا کړ اوس چې په افغانستان کې تالبان واک ته رسېدلي نو پاکستان ورته څه ناڅه هیلې لري او دا ځل يې غواړي د دوی په منځګړیتوب په افغانستان کې له ټي ټي پي سره خبرې له سره پيل کړي.
په دې اړه يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې، دا ځل د پاکستان حکومت يوې قبيله يي لويي جرګې ته مراجعه کوي او غواړي د دې جرګې له لارې له ټي ټي پي سره د سولې خبرې وکړي.
دې سرچینې ویلي چې پاکستان د قبيلوي لويي جرګې له لارې له تالبانو غواړي چې له جګړو لاس واخلي او سوله وکړي، تراوسه پوري په دې اړه پاکستاني دولت، ټي ټي پي او افغان تالبانو هيڅ هم نه دي ویلي خو داسې مالومیږي چې ټي ټي پي دا ځل د پاکستاني حکومت هيڅ راز خبره نه مني پاکستاني ریاست په دې وروستیو کې کوښښ وکړ چې د ټي ټي پي مشران په ګوته او و يې وژني چې یو ښه مثال يې په ننګرهار کې د خراساني په نوم د ټي ټي پي د يوه غړي وژل دي، تحريک تالبان د خراساني له وژلو وروسته وویل چې دوی به د خپل دې مشر بدل هرو مرو اخلي.
په افغانستان کې به د افغان تالبانو له لوري د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ منځګړیتوب کيږي خو داسې پتېل کیږي چې اوس مهال ټي ټي پي خورا په ښه حالت کې ده او که د سولې خبرو کې وي هم نو موقيف به يې خورا لوړ وي.
دوی به لويي غوښتنې وکړي چې پاکستان به يې و نه مني او په دې توګه ګمان کيږي چې يوه شديده جګړه به رامنځته کيږي او بيا به ټي ټي پي هيڅ هم ونه مني خو لا څرګنده نه ده چې ټي ټي پي خپل دريځ په دې اړه څنګه اعلانوي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro