The news is by your side.

مويد را نه غلی خو ۲۱ راکيټونه راغلل

خبريال ويب پاڼه/ تمه وه چې نن د پاکستان د ملي امنیت سلاکار مويد يوسف کابل ته راشي او دلته له تالب چارواکو سره وګوري خو اوس داسې راپورونه ورکول شول چې د يوسف سفر ځنډیدلی دی.
تراوسه پورې يوازي د دې سفر په هکله دا ویل شوي چې د مويد سفر د هوا د خرابوالي له کبله نه دی ترسره شوی.
د مويد يوسف سفر به د بيا ځلې لپاره د رواني مياشتي په ۲۶ نېټه ترسره کیږي.
د مويد سفر د لغوه کیدو په اړه بيلابيل نظرونه موجود دي ځيني شننونکي وايي چې د ډيورنډ کرښې موضوع يوه حساس پړاو او بحث ته رسيدلې او دا پاکستانی چارواکی د ډيورنډ کرښې د جنجالونو د حل لپاره کابل ته راتلی خو دا چې موضوع خورا مهمه ده ځکه نو د ده سفر لغوه شوی.
که مويد را نه غلی نو تحفه راکيټونه يې را ورسيدل راپورونه وايي چې پاکستان يو ځل بیا د کونړ پر ولایت د راکيټونو باران جوړ کړی او پوره ۲۱ راکيټونه يې پر دې ولايت ويشتلي دي تراوسه پوري په دې اړه تالبانو او رسمي سرچینو څه نه دي ويلي خو کیدای شي چې همدا د پاکستان ځواب وي.
موده وړاندې هم پاکستان د افغانستان خاوره په راکيټونو وويشته چې بیا يې له تالبانو سره سرحدي ترينګلتيا وې رامنځته ته شوې پاکستان د تالبانو په راتګ سره د ډيورنډ کرښې پر شاو خوا ملحضات ډير کړي او په دې سره غواړي تالبان مالوم کړي چې ایا دوی کولای شي له دې ډلې په اړوند برخه کې کومه ګټه پورته کړي يانه.
کابل ته د پاکستان د يوه لوړ پوړي چارواکي سفر پر داسې مهال پلان کيږي چې اوسمهال د ډيورنډ فرضي کرښې په شاوخوا کې د تالبانو او پاکستان اړيکې ښې نه دي او د يوه لوی جنجال تمه ترې کېدلی شي

Comments are closed.