The news is by your side.

چين کې تر افغان سفارته د تالبانو ډيپلوماټان رسيدلي او چین هم منلي

خبريال ويب پاڼه/ موده وړاندې چين کې د افغانستان پخوانی سفير جاويد احمد قايم له افغان سفارته ووت خو دا جزيات مالوم نشول چې ولې ووت.
اوس تازه جاويد قایم تازه څرګندونې کړې او ويلي يې دي وړاندې له دې چې دی د افغانستان سفارت پريږدي تالبانو يو شمېر افغان سفارت خونو ته نوي ډيلپماټان معرفي کړل چې په دې کې د چين سفارت هم وو، چين له تالبانو سره دا منلې وه چې د دوی ډيپلماټان کولای شي چې سفارت کې و اوسي.
هغه وويل ځکه يې سفارت پرېښودی چې ښايي د دوی او د تالب ډيپلماټانو ترمنځ پر يو شمېر موضوعاتو باندې جنجالونه راپورته شوي وای.
قايم وويل چې ښايي چين له تالبانو سره تعامل ولري ځکه دومره لوی بدلون بغير د چين له همکارۍ نه ترسره کېږي.
دده په وينا د جمهوریت له سقوط سره سم د دوی او چین راکړه ورکړه په سفارتي کچه کمه شوه او اوس مهال د چین او تالبانو اړيکې هم یو له بل سره ښې دي، هغه وویل د چین هدف دادی چې د يوې لارې او کمربند له لارې يو سيمه ييز اتصال رامنځته کړي چې د دې کار لپاره افغانستان خورا مهم دی همدا د اوس لپاره د چين لوی هدف دی او همدارنګه د دې هېواد يو لوی رقابت امريکا سره روان دی او دا کومه پټه خبره هم نه ده.
بهر کې افغان سفارتونه
ايران پاکستان او اوس چين دا سفارتونه اوس د تالبانو په لاس کې شو دا ډله کوښښ کوي چې ځان ته مشروعیت پيدا او ټول سفارتونه فعاله کړي خو تراوسه په رسمي ډول هیڅ هېواد اعلان نه دی کړی چې تالبان به په رسميت وپيژني
اوس پوښتنه دا ده چې ايا چين خو به په پټه له رسنيو څخه د تالبانو حکومت په رسميت نه وي پیژندلی.

Comments are closed.

koi finance