The news is by your side.

ايا روسيې رښتيا د مقاومت جبهې ته وسلې ليږلې

خبريال ويب پاڼه/ په دې اړه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم غبرګون ښودلی.
وروسته له هغه چې يو شمېر امريکايي کارپوهانو په دې اړه چې روسیه د مقاومت جبهې ته وسلې او تجهيزات ورکوي غبرګون ښودلی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا د امریکايي څيړونکو دا ادعاوې رد کړې.
تراوسه پورې يو شمير امريکايي سياستوالو پر روسیې تور پوري کړی او شک يې ښودلی چې دا هېواد په افغانستان کې د مقاومت جبهې ته وسلې او مهمات ورکوي امريکا کوښښ کوي چې روسيه تر خپلې سلطې لاندې راولي ځکه چې تر دې وړاندې يې ډ افغان جمهوريت پرمهال ادعا کوله چې دا هېواد د تالبانو ملاتړ کوي خو هغه مهال هم روسيې د امريکا دا ادعا رد کړې وله.
د روسیې او امریکا سيالي
روسیه او امریکا په سيمه ييزه توګه يو له بل سره ټينګې سيالۍ لري روسيه غواړي د اوکراین تر خپل کنټرول لاندې راولي خو دا چې اوس يې له کنټروله وتلی نو غواړي چې پرې پوځي بريد وکړي ولې په مدافع کې يې امريکا ناسته ده او د اوکراین دفاع کوي او د هغوی تجهيز ته يې ملا تړلې ده.
اوس د دې دواړو هېوادونو پوکس تر ډيره بريده پر افغانستان هم دی چې د تالبانو په راتګ سره دواړه لوري خپلې ګټې خوندي کړي خو تر ډيره داسې بريښي چې هر یو يې خپله ونډه زياتول او له تالبانو څخه کار اخلی.
روسيې باندې وړاندې تور وو، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وژلو لپاره تالبانو ته پيسې ورکوي چې روسيې او تالبانو دا ادعا رد کړه

Comments are closed.

koi finance