The news is by your side.

پاکستان تالبان په رسمیت نه پیژني خو مشروعيت ورکوي، مويد کابل ته راځي

خبريال ويب پاڼه/ مخکې له دې چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته سفر وکړي عمران خان او ويلاديمير پوتين د افغانستان په هکله يو له بل سره د ټلیفون له لارې ږغيدلي ويل کيږي چې دوی دواړو د افغانستان د کنګل پيسو د ازاديدو باندې ږغيدلي.
له دې سره تر خوا سبا مويد چې د عمران خان د ملي امنيت سلاکار دی کابل ته راځي.
که څه هم په دې هکله ويل شوي چې دواړه لوري به د ډيورنډ پر مسله او نورو موضوعاتو باندې بحث وکړي.
خو شکونه دادي چې روسيه او پاکستان په ګډه د تالبانو څخه د کار اخيستنې کوم پلان لري داسې مالومیږي چې د روسیې او پاکستان ترمنځ چې څه په حتمي توګه وي.
پاکستان د تالبانو په راتګ سره هیله درلوده چې د ډيورنډ مسله به يوه لور ته کيږي او رسمي کيږي به خو هغه سې ونه شول تالب که څه هم مخکې د پاکستان فرمايشات منل خو اوس دیوه دولت په څېر چلند کوي او زياته اجازه نه ورکوي چې ولس پرې بې باوره شي
وړاندې دا سفر اعلان شوی وو، چې مويد د ډيورنډ کرښې د رسميت لپاره راځي خو اوس وضعيت ته په کتلو سره ښايي مويد په دې نيت راشي خو خالي لاس به ځي.
پاکستان وايي پر ډيورنډ د اغزن تار لګولو سره غواړي د ترهه ګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي خو تالب دا څه چې د دې فرضي کرښې رسمياتو خبره بلکې پر دې کرښه د اغزن تار لګولو اجازه لاهم نه ورکوي.
په رسمياتو کې غيري رسميات
اوس پوښتنه داده چې د تالبانو حکومت پاکستان هم په رسميت نه دی پیژندلی ولې دومره مشروعيت يې ورکړ چې د ملي امنيت سلاکار يې د چارو د چټکي لپاره کابل ته راځي که څه هم پاکستاني دولت د مويد سفر نه دې اعلان کړی خو پاکستاني مطبوعاتو ويلی چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به سبا په دوه ورځني سفر کابل ته وخوځيږي

Comments are closed.

koi finance