The news is by your side.

د ناټو د عملياتو پخوانی رييس، تالبان راتلونکي کې د پاکستان حکومت چپه کوي

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان کې د ناټو د عملياتو پخواني رييس، ډيوډ ډېسروچيز په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې تالبان ټولو ته خطر دي.
هغه دا هم وويل چې پاکستان که څه هم له تالبانو سره مرسته وکړه خو دا ډله يې په سمه توګه نه ده پيژندلې او کله چې دوی ډ افغانستان دولت نسکور کړ نو دوی د افغانستان حکومت په اسلامي خلافت بدلول نه غواړي بلکې د پاکستان حکومت ته هم په سپک نظر ګوري، او کله چې دا ډله افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړي نو بل حکومت چې چپه کوي به يې هغه به د پاکستان حکومت وي.
هغه پر تالبانو تور پوري کړ چې د افغانستان ولس يې يرغمل کړی او د رامنځته ته شوې لوږي او ټولو ستونزو زموار همدا تالبان دي.
ډېسروچيز وويل دا به سخته وي چې تالبانو ته تمه وشي ترڅو يو حکومت جوړ کړي دوی اوس باید خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
هغه پر امريکا هم انتقاد وکړ چې سرتیري يې بې وخته او ژر له افغانستانه و ايستل.
د ده له تنده تالبانو ته واک نه دی ورسپارل شوی بلکې هغوی واک ته په پوځي زور ورسيدل د دوحې هوکړه کې تالبانو ته د واک سپارلو په هکله هيڅ هم نه وو ویل شوي.
نوموړي پاکستان هم بيداره کړ چې همدا تالبان به مو حکومت چپه کوي ځکه تاسې تالبان په عادت او فطرت نه دي پيژندلي.
د ناټو دا پوځي چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پاکستان د تالبانو له واک څخه را په دې خوا څو ځله تالبانو ته وړانديزونه کړي چې له دوی سره ګډ کارکولو ته لیواله دي پاکستان غواړي تالبان او افغانستان په خپل کنټرول کې ولري خو لویه ستونزه د تالبانو پخو ملګرو ټي ټي پي پېښه کړې دا ډله اوس د جګړې یو نوې فصل پيل کول غواړي،

Comments are closed.