The news is by your side.

زاخېلوال: عمران خان او قريشي تل اوتې بوتې وایي

خبریال ویب پاڼه افغانستان د مالیې پخوانی وزیر او پاکستان کې پخوانی سفیر حضرت عمر زاخيلوال په خپلو تازه څرګندونو کې د عمراخان د خبرو په وړاندې غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې هيڅ پاکستاني ته په افغانستان کې اجازه نشته.
هغه وويل چې د مشرانو او مسلکي کسانو بيرته په تصوير کې راتلل خورا مهم‌ دي موږ پوره او مسلکي کدرونه لرو چې دا اوس له هېواده د تېښتي په حال کې دي او دا هم ويلای شو چې په علمي او عملي برخه کې پر پاکستانيانو د افغانانو توانمندي زياته ده.
هغه د تالبانو د‌مالېي ټولونې په برخه کې وويل اوس هم په افغانستان کې یو نیم ميليارد ډالره مالیه موجود خو که چيري په منسپانه توګه واخستل شي.
حضرت عمر زاخيلوال وویل چې قريشي او عمران خان تل داسې اوتې بوتې وایي باید عوږ پرې و نه نیول شي.
د پاکستان لومړي وزير په طب او مالوماتي برخه کې د پاکستانيو کادرونو د استولو غوښتنه وکړه چې تالبانو هم د نوموړي غوښتنه رد کړه او زیاته يي کړه چې دوی خپل کاري کدرونه لري او بل چاته اړتیا نلري.
د تالبانو یوه غړي وويل چې عمران خان موږ ته د بشري ځواک پر ځای جاسوسان را استوي.
په دې هکله نور او سخت غبرګونونه هم موجود دي چې سياسونو او عامو افغانانو پاکستان د دې پريکړې په هکله کړي دي چې په دې سره پاکستان غواړي د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي.

Comments are closed.