The news is by your side.

ماشوم عبدالروف تالب قوماندان تښتولی وو، تالبانو هغه نيولی

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو هغه مهال د ماشوم عبدالروف تښتونه د تير حکومت پرچارواکو تاوان کړل ولې اوس يې خپله اعتراف کړی چې ماشوم عبدالروف د دوی کوم قوماندان تښتولی.
قوماندان سيد مخدوم چې په فارياب کې ونيول شو او وروسته بيا زیاتې قهرجنې مظاهرې هم وشوې خو تالبانو يوازي دومره اعلان وکړ چې قوماندان سيد مخدوم عالم يې د تښتونې په تور نيولې خو داسې جزيات يې ورنکړل چې د ماشوم عبدالروف په قضیه کې ښکیل وو.
ماشوم عبدالروف تر يو کال زیاته موده وړاندې په مزارشريف کې تښتول شوی وو، چې هغه مهال د جمهوريت دولت هم د دې ماشوم د خلاصون لپاره ډيري هلې ځلې وکړې او همدارنګه تالبانو هم وويل چې دوی کوښښ کوي خو چا ته مالومه نشوه چې دا کار چا کړی.
د ماشوم عبدالروف د خلاصون لپاره د هغه کورنۍ مور او پلار يې ډيري اوښکې توی کړې خو هيچا يې فرياد وا نه وريده او تر اوسه لاهم هغه کوچنی ماشوم د تالبانو سره په بند کې دی.
تالبانو خبر ورکړی چې قوماندان سيد مخدوم عالم يې د زياتو پوښتنو ګرويږنو لپاره کابل ته انتقال کړی او هلته زنداني دی.
قوماندان سيد مخدوم عالم په خټه ازبک او داسې ويل کيږي چې يو وخت نوموړی د فارياب لپاره نظامي مسول هم پاتي شوی دا چې اوس به ماشوم عبدالروف پيدا شي يانه خبر نشته

Comments are closed.