fbpx

د کرکټ لوبو اورونه نور هم راکمېږي؟

د ١٩٤٠ په لسيزه کې د نړۍ لومړنى کمپيوټر جوړ شو، چې ((اليکټرانيک انټي ګريټر اېنډ کمپيوټر)) نومېده او لنډ نوم يې (انياک Eniac) و. د دې وزن شا و خوا ٥٠ ټنه و او لوى ځاى يې نيولى و. خو کلونه وروسته ډيسکټاپ کمپيوټرې راغلې، چې په يوه مېز به پروت و، همدا راز لېپ ټاپ، نوټ بکس، ټېبلېټ او ځيرک موبايلونه راغلل، چې د انياک پر وړاندې ډېر واړه دي، خو ډېر زيات کارونه کولاى شي.

د وخت د تېرېدو سره که څه هم اليکترونکي شيان واړه شول او اوس د پخوا په پرتله ډېر زيات کارونه کوي، نو همداسې د خلکو سره د وخت د کمبود له امله بېلا بېلې لوبې هم رالنډې شوې او ورځ تر بلې لا هم د لوبو وخت راکمېږي. خو دلته يوازې د کرکټ په اړه خبرې کوو، چې اورونه يې نور هم راکمېږي.

کرکټ چې لومړى يوازې ټېسټ لوبې کېدې، بيا يو ورځنۍ نړيوالې لوبې او له هغه وروسته شل اوريزې نړيوالې لوبې هم رسمي شوي، چې اوس د کرکټ نړيواله شورا يا آى سي سي غواړي د کرکټ نوى ورژن په اولمپيکس لوبو کې هم ځاى کړي.

د امارات کرکټ بورډ او انګلستان او ويلز کرکټ بورډ په مشرۍ کې د آى سي سي نه منظور شوې د لس اوريزو لوبو ليګ هم ترسره شوى، خو اوس نړيواله شورا غواړي چې راروان کال د (دي هنډرېډ) لوبې هم وړاندې کړي.

يعنې په يوه پاڼۍ کې به سل توپونه ترسره کېږي، لس اورونه به وي او په هر يو اوور کې به لس توپونه وي، د دې لوبو مقصد دا دى، چې د کرکټ مينه والو ته تېزې او خوندورې لوبې وړاندې شي.

په نړۍ کې لومړنۍ ټېسټ لوبه په ١٨٧٧ کې د آسټراليا او انګلستان ترمنځ ترسره شوې وه، چې بيا په ١٩٧١ کال کې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم د همدې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. خو په ٢٠٠٥ کال کې چې په لومړي ځل نړيواله شل اوريزه لوبه رسماً ترسره کېده، نو آسټراليا خو پکې و، خو په وړاندې يې د نيوزيلانډ لوبډله لوبېده.

د کرکټ نړيواله شورا د وخت سره سم د کرکټ په فارمېټ کې بدلون راولي او هڅه کوي، چې لوبې لا ډېرې خوندورې شي.

په اول ځل چې کله يو ورځنۍ لوبې پيل شوې، نو په يوه پاڼۍ کې به ٦٠ اورونه ترسره کېدل، خو بيا وروسته دا ٥٠ اورونو ته راکم شول. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې څو څو ځله د فيلډينګ په قوانينو کې هم بدلون راوستل شو، لکه د توپوهونکو لپاره پاور پلى پکې زياته کړل شوه، تر څو توپوهونکي لا ښه لوبه وکړي. په پاور پلى کې ډګر ساتونکي د ٣٠ يارډ په منځ کې په يوه دايره کې ولاړ وي.

تر څه وخت پورې د (سپرسب) ځانګړنه هم په لوبو کې وه، يعنې چې کله به يوې لوبډلې پچه وګټله، هغوى کولاى شو چې د خپلو ١١ لوبغاړو څخه يو لوبغاړى د بل لوبغاړي سره بدل کړي، خو د لوبغاړو، کره کتونکو او څېړونکو په وينا، چې زيات وخت به پچه ګټونکي لوبډلې له دې غلطه ګټه هم پورته کوله.

د خراب موسم له امله، چې په يوه ورځنۍ لوبه کې به ټول اورونه ونه لوبول شول، نو د دې لپاره چې د لوبې پايله معلومه شي، د ١٩٩٢ کال په نړيوال جام کې د (ډک ورت لويس مېتوډ) (ډي ايل ايس) هم لوبو ته ورزيات شو، تر څو، کله چې پوره اورونه ونه لوبول شي، نو چې د دې قانون له مخې د لوبې پايله اعلان شي.

د دې مېتوډ په مرسته د دوهمې پاڼۍ لوبډلې لپاره د نوي هدف او اورونو په ټاکلو کې مرسته ترلاسه شوه. يوې خواته چې دا مېتوډ څومره ګټور و، همدومره بل خوا دا مېتوډ د لوبغاړو او د کرکټ مينه والو لپاره د خپګان وړ هم و، په ځانګړې توګه په هغه لوبه کې، چې په لومړي ځل د ډي ايل ايس مېتوډ قانون پکې پلى شو.

د ١٩٩٢ کال نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې د بريا لپاره د جنوبي افريقې لوبډلې ته په ١٣ توپونو ٢٢ منډې پکار وې، چې د باران له امله لوبه ودرول شوه، له باران وروسته بيا جنوبي افريقې ته نوى هدف وټاکل شو او د هغې له مخې ورته په ١ توپ ٢٢ منډې هدف ورکړل شو، دا لومړى ځل و چې ډي ايس اېل مېتوډ په کرکټ کې معرفي شو.

د کرکټ نړيوالې شورا د ډيسيژن ريويو سيسټم (ډي آر ايس) په لومړي ځل په ټېسټ کرکټ کې معرفي وکړ، خو اوس دا د کرکټ په ټولو فارمېټونو کې شته.

د کرکټ لوبو سره د خلکو د زياتې مينې له امله، د کرکټ نړيواله شورا ورځ تر بلې د لوبو په قانون کې بدلون راولي، همدا راز د کرکټ اورونه هم وخت په وخت راکمېږي، چې د شل اوريزو فارمېټ تر ټولو تېزه لوبه ده پکې او مينه وال يې هم زيات دي، خو اوس د کرکټ نړيواله شورا په دې فکر کې هم ده، چې اورونه نور راکم کړي او په کرکټ کې د سل توپونو نوى فارمېټ معرفي کړي.

ژباړه : رحمت ديوان