ملتپال تالب: پاکستان غواړي موږ ته جاسوسان واستوي

خبریال ويب پاڼه/ د ا،ا يوه غړي مفتي عبدالحکیم په خپلو تازه څرګندونو کې د عمراخان د خبرو په هکله سخت غبرګون ښودلی او پاکستان ته يې د پيغور په شکل سره وويل چې دوی دي موږ ته مسلکي کسان نه را استوي له نړیوالو قرضونو څخه دي ځان خلاص کړي.
مولوي حکيم وويل:
« د تيري ادارې پنځه لکه کارکوونکي شته پنځه لکه نه زاهد ۵زره کسان بسنه کوي دا د ا،ا امارت په دفترونو کې کار کوي عمران خان او د پاکستان دولت دي د مسلکي کسانو په نوم موږ ته استخباراتي جاسوسان نه را استوي، موږ دې څه ته اړتيا نلرو موږ مسلکي کدرونه ډير زيات لرو»
هغه د دوی د مسلکي کدرونو په هکله د تمسخر په شکل وويل چې رحمن ملک د پاکستان د کورنیو چارو وزير وو، قل هولا، صورت اخلاص يې د قاغذ له مخې نه شو ويلای دا دي د پاکستان مسلکي کدرونه نو دوی به موږ ته څه راکړي.
هغه عمران خان او پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاس وهنه تورن کړ او زياته يې کړه چې دی په دې څرګندونو غواړي په افغانستان کې د تالبانو او ملتپالو افغانانو ترمنځ تشه رامنځته کړي.
مولوي عبد الحکيم زیاته کړه چې عمران خان د ای ايس ای په لاس جوړ شوی مشر دی او هغه خوشاله کول غواړي.
د عمراخان په دې خبرو د عامو افغانانو او يو شمېر سياسونو سخت غبرګونونه را وپاريدل.
رحمت الله نبیل دا کار پنجابیانو ته د افغانستان سپارل وبلل
حامد کرزي وويل چې موږ خپل مسلکي کدرونه لرو پاکستان ته اړتيا نشته او د تالبانو وياند ذبيح ا لله م وويل اړتیا نشته چې له پاکستانه مسلکي کسان افغانستان ته راشي موږ هرڅه لرو.
عامو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې له تالبانو وغوښتل چې پاکستان دي له داسې کړنو او څرګندونو را وګرځوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro