The news is by your side.

داسې هم کيدلی شي چې دا د پاکستان وروستي کلونه وي

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان نوی او ډير ژر مخ پر وده هیواد شو دې هېواد يوازي په اويا اتيا کاله کې ځان د اټومي قدرت په توګه نړۍ کې را څرګند کړ، په داسې حال کې چې قوي استخبارات يې هم لرل او هيڅ تهديد نه وو، خو وروستي کلونه د پاکستان لپاره تر ټولو ناسم او له ستونزو ډک کلونه شول.
په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ ګلونو کې پاکستان له دې سره سره چې امنیتي کمزورۍ هم درلودې خو سخت اقتصادي او سياسي ګذارونه يې هم وخوړل.
په دې کلونو کې پاکستان ډ نړۍ د مالياتي ادارو له پامه وغورځيد خپل اعتبار يې له لاسه ورکړ او يو شمېر له بنديز سره مخ ليستونو‌ ته زيات شو، سياسي کړکيچ اپوزيسيون يو ځا او د پي ډي ام يو حرکت يې جوړ کړ چې اوس هم شته په دې هیواد کې د دې سياسي خوځښتونو سره سره چې د دولت پر ضد وه لار ورکو پوښتنو هم ږغ پورته کړ او تر هرچا يې ښه او لوی غورځنګ رامنځته کړ لويي جلسې يې وکړې او د پاکستان منحوس او چټل سياست يې نړيوالو ته د پښتنو او نور اقليتونو لکه بلوڅ او داسې نور… ښکاره.
په دې کلونو پسې ۲۰۲۱ کال هم د پاکستان د اجندا پاليسۍ او بقا په وړاندې لوی خطر شو، په دې کال له شلو کلونو وروسته د پاکستان نژدې ملګري تالبان د افغانستان واک ته ورسيدل دا که له يوې خوا د پاکستان لپاره خوښي وه له بل لوري د ټي ټي پي غورځنګ د بيا منسجم کيدلو او را پورته کيدلو لامل هم شو.
د پاکستان د امنيتي سکتور د مالوماتو له مخې چې په افغانستان کې د تالبانو له بریا وروسته په پښتونخوا او نورو سيمو کي د پاکستاني عسکرو په وړاندې امنيت خراب شوی او زيات شمير عسکر په هلاکت رسيدلي دوی وویل چې امنيتي پيښې په سلو کې ۵۴ سلنه زيات شوې چې طبعي خبره ده د عسکرو هلاکت يې هم زيات شوی.
په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته د نورو ټولو ستونزو سره سره دا هم ور ترغاړې ده چې څرنګه قرض تر لاسه کړي تراوسه پورې په دې هېواد هیڅ یوه هېواد او ا په ادارې باور نه دی کړی پاکستان د خپل ژوند او بقا لپاره د کلنيو مصارفو وسه خپله نلري ځکه نو بايد قرض وکړي او بيا پرې کلني مصارف وکړي.
دې د ياداشت مواردو ته په کتلو چې زرګونه نور مثالونه هم لري داسې مالومیږي چې پاکستان مخ د سقوط پر لوري روان دی او دا هېواد خپله هم ځان سقوط بولي‌

Comments are closed.