The news is by your side.

حکيم تورسن: د تالبانو حکومت يوازي درې مياشتې نور دوام کولی شي

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان تيرو جمهوري ټاکنو ته نوماند محمد حکيم تورسن د فارياب پيښې ته په غبرګون کې تازه څرګندونې کړې او زياته کړې يې ده چې تالبانو دننه پاکستانۍ کړۍ يوه قومي جګړه پيلول غواړي.
هغه وويل چې يوازي تاجک او ازبک تالبان په ډير کوچني جرم نيول کيږي ولې هغه کسان چې کابل کې يې جسدونو ته بې احترامي کړې نه نيول کيږي، هغه پر تالبانو تور پوري کړ چې په پخواني خوب ويده او د پاکستان فرمايشات پر ځای کوي.
هغه وويل چې تالبانو تر اوسه په خپل حکومت کې نورو قومونو ته ځای نه دی ورکړی او يو مهم شرط يې نه دی پرځای کړی چې هم يې افغانان او هم يې نړيواله ټولنه غوښتونکی ده چې دوی بايد يو ټولشموله حکومت جوړ کړي، که داسې ونکړي نو د تالبانو حکومت درې مياشتې نور دوام نه شي پيدا کولی.
هغه وويل چې تالبان دوام نشي کولی او بايد ځان سم کړي.
د پاکستان په ګډون چې د تالبانو مرستندويه او خواخوږی هېواد دی ټوله نړۍ تالبانو ته د دوی بريا د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته ته کيدلو وايي خو داسې مالومیږي چې تالبانو په خپل حکومت کې دې اصل ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې ځکه چې له شاوخوا پنځو مياشتو را وروسته هم د تالبانو حکومت هيچا په رسميت ونه پيژندی.
تالبان پر دې کوښښ کوي چې يوازي يو دومره هېواد پيدا شي چې دوی ته د رسمياتو مشروعيت ورکړي ترڅو دوی پلمه پیدا کړي خو تراوسه پوري هيڅ يو هېواد نه دی حاضر شوی چې دوی په رسميت وپيژني.
تورسن پر داسې مهال احساساتي کيږي چې تالبان په دې لګیا دي چې د نړۍ او سيمه ييزو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او ځان رسمي کړي خو تورسن په ښکاره ورته وویل چې واکمني به يې يوازي درې مياشتې نور دوام غټي

Comments are closed.