The news is by your side.

غرق پاکستان په افغانستان ځان ژغوري خپل بې کاره دلته راليږي

خبریال ويب پاڼه/ پاکستان د اقتصادي پلوه د نړۍ په کچه کمزوری هېواد او همدارنګه په نړۍ کې يې زيات شمير هېوادونو ته کاګران ليږلي خو لاهم د دې هېواد وکړي له فقر او بې کارۍ سره مخ دي.
اوس عمران خان له موقع څخه په استفادې غواړي خپل بې کاره مخلوق د مسلکيا نو په نوم را وليږي او په لوړو معاشونو باندي مقرر شي خو افغان بې وزله به په خپل هېواد کې د کار کولو حق نلري.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان غوښتنه کړې چې د ښه دولت د رامنځ ته کولو لپاره دي مسلکي کسان په ګوته او افغانستان ته دي وليږل شي، خو په دې هکله سخت غبرګونونه راپورته شوي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي عمران خان ته په ځواب کې وويل موږ بشري قوه لرو هيچاته اړتیا نشته.
د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل وويل چې تالبان خپل افغانان وژني او له هېواده يې تېښتې ته مجبوروي ولې حکومت پنجابیانو ته سپاري همدارنګه پر ټولنیزو رسنيو باندې هم د يو شمېر افغانانو له لوري ورته څرګندونې هغوی له تالبانو وغوښتل چې د پاکستان دا وړانديز و نه مني.
پاکستان په افغانستان ځان ژغوري
پاکستان به اوس تازه د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه يو میلیارد ډالر د خپلو کلنيو مصارفو لپاره قرض اخلي که چيرې دا اداره پاکستان ته قرض ورکړې نو دا هېواد به اعتبار پيدا کړي او له نورو هېوادونو او بانکونو به ميليارډونه ډالر نورې پیسې هم پور کړي ترڅو د يوه کال لپاره پرې ګذاره وکړي.
په دې هېواد کې بې کاري اوج ته رسېدلې تا دغه مهال پاکستان ډیری هېوادونو ته په بشري برخو کې مزدوران ليږلي اوس دا هېواد غواړي چې د مسلکي کدرونو په نوم څو بې کاره راولیږي او دلته يې پر کار کړي که چیري داسې وشي نو تالبان به دوی ته حتمي لویي پيسې هم ورکړي

Comments are closed.