The news is by your side.

د‌ پاکستان دولتي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق جوړولو ډډه کړې

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان هر وخت د دې نارې سورې وهي چې له افغانستان سره دوی همکاری کوي او نړیواله ټولنه باید ورسره مرسته وکړي.
خو پاکستان په خپله خوله کې دوه ژبې لري، د دې هېواد دولتي بانک له افغانستان سره د مرستې وجهې صندوق د جوړولو څخه ډډه کړې، د رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان بانګ له واکمن ګوند تحريک انصاف او لومړي وزير عمران خان څخه غوښتي چې دا چاره ترسره نکړي او په دې هکله دي له سره کتنه وکړي.
بانک ويلي ويره ده چې له دې امله به د دوی بانګ له بند يزونو سره مخ شي.
د پاکستان لومړي وزير عمران وويل چې د افغانستان دولت له ستونزو سره مخ دی او دوی به مسلکي بشري قوه دې هېواد ته واستوي.
د عمراخان دا خواخوږۍ او بيا يې د مرکزي بانک دا پريکړه عجبي او غریبې خبرې دي تراوسه پوري دا هېواد د افغانستان په دې کړکېچن حالت کې هم هيڅ مرسته ونکړه.
موده وړاندې چې هند غوښتل د پاکستان له لارې د افغانستان سره بشري مرستې وکړي خو پاکستان ورته اجازه ورنکړه او دې برخه کې يې خنډونه جوړول.
پوښتنه دا ده چې بيا ولې پاکستان له افغانستان سره هغه مرستې کوي چې د دوی ګټې پکښې وي ايا داسې خو به نه وي چې اوس مهال هم دوی د افغانستان پر سر غواړي ګټه تر لاسه کړي.
پاکستان نژدې شل کاله د افغانستان په جګړه کې د ډالرو بنډلونه تر لاسه کړل خو هیچا هم نه پکښې جهاد وکړ او نه يې کوم پاکستانی و واژه خو په افغانستان کې دا دواړه کيدل

Comments are closed.

koi finance