The news is by your side.

ملاحسن اخوند: موږ ټول شرایط پوره کړي او بايد په رسميت وپيژندل شو

خبریال ويب پاڼه/ د تالبانو له لوري نن ارګ کې د‌ افغانستان د اقتصادي ستونزو د هواري تر نامه لاندې يو خبرې کنفرانس راغوښتل شوی چې ډير تالب مشران به پکښې خبرې وکړي.
دې كنفرانس ته د تالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند وويل ا،ا د رسميت پيژندلو لپاره ټول شرايط پوره کړي هغه په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د ا،ا د رسميت پيژندلو لپاره دي را وړاندې شي د ده په وینا تالبانو ټول هغه شرايط چې باید په رسمیت وپیژندل شي پوره کړي اوس نو هېوادونه بايد دا جرت وکړي ا،ا په رسميت پيژندلو ته را وړاندې شي.
ملاحسن آخوند غوښتنه وکړه چې هېوادونه بايد د افغانستان د رسميت پيژندنې په وړاندې يو ګډ ګام واخلي او دا کار ترسره کړي
تالبان د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله پر داسې حال دا کنفرانس جوړوي چې د افغانستان د اقتصادي وضعيت په هکله نړيوالې اندېښنې پر ځای پاتي دي نړيوال د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت تر بل هر وخت خراب بولي او په دې هکله د زیاتو مرستو غوښتونکي دي.
د تالبانو رسمیت
شاوخوا پنځه مياشتې کيږي چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي له هغه راوروسته امريکا د افغانستان نهه ميلياردري بودجه کنګل کړې چې په دې ترتيب يې دا هېواد له ستونزو سره مخ کړی، د دې پنځو مياشتو په تيريدو سره تراوسه هیڅ هېواد د تالبانو له لوري جوړ شوی موقت حکومت په رسميت نه دی پیژندلی او نه هم د تالبانو کومه هیله مندي شته
تر دې وړاندې هم تالبانو له نړیوالو په څو ځله وغوښتل چې د دوی له لوري جوړ شوی حکومت باید په رسمیت وپیژندل شي خو کوم هېواد دا ګام نه دی اخيستی

Comments are closed.

koi finance