The news is by your side.

د‌ افغانستان کنګل پيسې او تالبانو ته د امريکا سپين چک ؟

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سليوان په خپلو تازه څرګندونو کې پر تالبانو سخت ګذارونه کړي او ويلي يې دي چې که دا ډله یو ټولشموله حکومت جوړ نکړي نو ستونزې به ورته وي.
جک سليوان بیا هم تالبان د خپلو کړو ژمنو په نه رعایت تورن کړل او زياته يې کړه که تالبان د یوه ټولشموله حکومت پر لور ته ځي ژمنې نه عملي کوي او د حقوقو رعايت نه کوي نو امریکا هم ورته سپین چک نه شي سپارلی.
هغه بیا هم په افغانستان کې پر مرستي کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې امريکا د افغانستان سره مرستو ته متعهده ده او دا مهال دا هېواد په ټوله نړۍ کې د افغانستان زيات مرسته کوونکی هېواد دی چې لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د ده اشاره دې ته وه چې تالبان باید بايد د ښځو بشري حقونو او ټولو اصولو رعایت وکړي او دوی به هم و سره حتمي ګذشت کوي.
دا لوړپوړی آمریکایي چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه تالبانو يوځل بیا له امريکا غوښتي چې د دې هېواد کنګل پيسې ازادي کړي.
د‌ تالبانو د دولت مشر ملا محمد حسن اخند وويل چې دا پيسې نه زموږ او نه هم د دولت دي بلکې دا د ولس حق دی او که امریکا وايي چې تالبانو ولس په بد حالت کې ساتلی نو دوی باید دا پيسې ازادې او افغان ولس له دې ستونزو څخه وژغوري.
هغه نن په يوه اقتصادي کنفرانس کې له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د تالبانو حکومت په رسمیت وپیژني او اسلامي هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي
په افغانستان کې تر بل هر وخت اوس اقتصادي او بشري ستونزې زياتې شوې او نړيوالو په دې هیواد کې د يوه بشري ناورين د رامنځته کيدو خبر هم ورکړی.

Comments are closed.