The news is by your side.

د قطر مذاکرات بيا پيليږي مامور يې بياهم خليلزاد دی

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو ته اوږدې لارې ګوري ترڅو يو فراګير او ټولشموله حکومت جوړ کړي.
يو شمیر خبرې سرچينې وايي چې خليلزاد قطر ته تللی او هلته یې د دې هېواد له يو شمېر چارواکو سره ليدلي.
وروسته له هغه د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي ماجد القحطاني کابل ته سفر کړی چې د تالبانو ترڅنګ يې د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره هم کتلي د نوموړي سفر د دې پخلی بلکل کولای شي چې دا دور مذاکرات به حتمي پيل کيږي.
د راپورونو له مخې چې د امريکا په استازيتوب د سولې پخواني استازي او نوي مامور زلمي خليلزاد تيره اونۍ قطر ته سفر کړی او په دې هڅه کې دی چې د دوحې مذاکرات بيا له سره پيل شي.
د مذاکراتو هدف څه دی؟
وړاندې د قطر د سولې مذاکرات خو اوس به د يوه نوې حکومت پر جوړيدو مذاکرات وي، له دې مذاکراتو او هڅو مالوميږي چې امريکا افغانستان له لاسه نه ورکوي او د دوی په اصطلاح د شل کلنو لاس ته راوړنو ساتنه پر داسې شکل کوي.
د دې مذاکراتو دا دور په افغانستان کې د نوي حکومت پر جوړولو را څرخي راپورونه دادي چې هڅه به وشي چې يو ټولشموله حکومت جوړ شي چې هرچا ته پکښې ونډه ورکول شوې وي، او له هغه وروسته د دې حکومت په رسميت پيژندل دي چې د نړیوالې ټولنې هم غوښتنه ده.
خليلزاد څه کوي؟
که څه هم پوره دوه کاله زلمی خلیلزاد د امريکا له لوري د افغانستان د سولې لپاره استازی ټاکل شوی وو، خو موده وروسته بايډن د خليلزاد پر ځای ټام ويسټ د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه خو مالومات ښيي چې خليلزاد اوس د امريکا بهرنیو چارو وزارت کې د سلاکار دنده مخ ته وړي او د دې سفر څخه داسې څرګندېږي چې دی به يوځل بیا صحنې ته راځي

Comments are closed.