The news is by your side.

د بايډن سخت ګواښ پر اوکراین د امريکا او روسيې کيدونکي سخته جګړه

خبريال ويب پاڼه/ اوکراين د امريکا پلمه خو د روسیې مجبوريت دی اوس اوس حالت نور هم ترينګلی شوی او د يوې خونړۍ جګړې د رامنځته کيدو امکان زیات شوی.
روسيې د اوکراين سره پر پوله پوځي اقدامات نور هم زيات کړي او اوکراين ورته خپل چمتوالی نیولی.
په دې اړه روسیې ته داسې ښکاري لکه اوکراین چې لوری نه بلکې امريکا يو لوری وي امريکا غواړي روسيې په پلمې لټولو، جګړه ورسره وکړي او ياهم بنديزونه پرې ولګوي.
د امريکا ولسمشر جوبایډن په خپلو تازه څرګندونو کې روسیې ته ګواښ کړی چې پر اوکراین بريد به يې سخت پښیمانه کړي.
بايډن وويل که چیري مسکو پر اوکراین باندې بريد وکړي نو له سختو اقتصادي ستونزو او انساني تلفاتو سره به مخ شي، هغه وويل که چيري هغوی روسیه غواړي چې پر اوکراين باندې پوځي برید وکړي نو سخت زيان به وويني.
ده خبرداری ورکړ چې پر مسکو به امریکا او متحدین سخت اقتصادي بندیزونه هم ولګوي.
د بايډن له نظره که روسیه د اوکراین پر اردو بريالۍ هم شي نو هلته به يې د عسکرو تلفات ډير سخت ډير شي.
روسیه څه وايي
روسیه په مرکزي او شرقي اروپا کې د ناټو د پراختيا څخه اندېښنه لري اوس مهال روسيې خپل يو لک پوځيان د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پرځای کړي دي چې امريکا يې پر اوکراین د پوځي بريد پلان بولی ولې روسيې بیا دا خبره رد کړې ده، دې هېواد له امريکا غوښتي چې اوکراين ته د ناټو غړيتوب ورنکړي او همدارنکه په مرکزي او شرقي اروپا کې خپل نظامي حضور کم کړي
روسيې په دې وروستیو کې له ناټو سره هم ترينګلتيا وي درلودې چې ان له هغوی سره هم ترجګړې کيسه ورسیدله.
امريکا کوښښ کوي له خپل نژدې سیال هېواد روسیې سره په څنګ کې و اوسي او تعقيب کړي و يې څاري او تر خپل کنټرول لاندې يې وساتي خو د روسیې بيا دا چارې او اقدامات نه خوښيږي

Comments are closed.

koi finance