The news is by your side.

د بايډن اعتراف: افغانستان رښتيا هم د امپراتوريو هديره ده

خبريال ويب پاڼه/ بايډن له افغانستانه د امريکايي سرتيرو د وتلو په هکله يو ځل بیا تازه څرګندونې کړې او له خپلې پريکړې يې دفاع کړې.
بايډن وويل چې افغانستان د يو حکومت تر چتر لاندې راوستل ناشوني خبره ده، او دا کار هيڅوک هم نه شي کولای.
هغه وويل چې هره اونۍ مو په افغانستان کې يو میلیارد ډالر مصرف کول خو کومه ګټه يې نه کوله.
د ده په وینا شل کاله يې هره اونۍ يو یو میلیارد ډالر مصرف کاوه او څوک چې داسې فکر کوي چې افغانستان به يې پر يوه حکومت راټول کړی وای نو لاس دي پورته کړي.
بايډن اعتراف وکړ چې افغانستان د يوه پياوړي دليل له مخې د امپراتوريو هديره ده او يو موټي کيدلو ته جوړ نه دی.
بایډن که څه هم د کابل هوايي ډګر کې د وژل شويو امريکايي سرتيرو په وژنه خواشینې وښوده خو زياته يې کړه که يې چيري سرتېري نه وای ايستلي نو مجبور وو چې دې هېواد ته نور امريکايي سرتيري واستوي.
د بايډن منتقيدين بيا له افغانستانه د امريکايي سرتيرو وتل ښه نه بولي او زياته کړې يې ده چې د امريکايي سرتيرو په وتلو سره تالبان يو ځل بيا واک ته ورسيدل او په دې سره اندېښنې نورې هم زياتې شوې.
د‌ تیر کال د اګست مياشتې پر ۱۵ نېټه چې کله امريکايي سرتيرو له کابل هوايي ډګر څخه د‌ تخیلې ماموريت ترسره کاوه تالبان کابل ته ننوتل او په دې توګه يې له شلو کلونو وروسته يو ځل بيا د افغانستان حاکمیت په خپل لاس کې واخیست.
يو شمېر امريکايان داسې کړنه د خپل هېواد اعتبار ته ښه نه بولي او وايي چې آمريکا سخته ماتې وخوړه

Comments are closed.

koi finance