زه اوس نه ویریږم!

خبريال ويب پاڼه/ کلونه وړاندې شاه وخوا د اوو۷ اتو۸ کالو به وم، موږ د بلوچستان صوبي د مسلم باغ په مالګکۍ کمپ کي د هجرت شپې په خیمو کي ځکه تیره ولې، چي پلار مي معلم ؤ. په هیواد کي سور انقلاب راغلی ؤ؛ دوی معلم، ملا، خان او سید، چي د دوی له جم څخه نه وای له مینځه یې وړل، زما پلار هم د نورو په شان د سر خوندي کولو په موخه له خپل ټاټوبي څخه خوندي ځای ته کوچیدلی ؤ.
څه سر دي ګرځوم اصلي موضوع ته راځم! یوه ورځ زموږ کږدۍ ته سهار د څاښت د چایو وخت ؤ د کلي سپین سرې راغلې، د ژمي څله وه سپینې واورې هم خپل وزر پر چاپیریال غوړولي ؤ. انا مي زما پر مور ږغ وکړ، چي ژر کوه چای راوړه، مور مي هم لږ ګړی وروسته چای راوړې، بادر جماله ترور، چي خاوند یې د مهاجرو ممبر ؤ پراخ لاسي روزي یې درلوده جیب ته یې لاس کړ د ټوکر یوه کڅوړه یې را وه استله ټولو سپین سرو ته یې په پیاله کي د خولې د خوږولو لپاره یو یو سوغ بوره ور واچوله، د دوی بانډار وار په وار ګرمیدی. پدې وخت کي زما انا پوښتنه وکړه! بادورجمالې بشرمړې شئ هغه پاتوزۍ، خو به مو هم راوستله؟ پدې وخت کي ټولو سپین سرو یوې بلې ته حیران حیران وکتل، زما انا بیا ږغ پر وکړ، ولي مو جواب رانه کړ؟ پدې وخت کي سرانو خالا ور غبرګه کړه، چي تاسو لکه، چي نه یاست خبر او کیدلای شي زموږ په شان مو شپه په ویښه نه وي تیره کړې.
زما انا ورته وویل: یا ډیره ښه شپه وه، نن معلم هم پر کور ؤ، زړه مي بیغمه ؤ ښه خوب مي وکړ څه قیصه ده؟ بس سپین سرو د تیرې شپې څخه شکایت پیل کړ، دوی خبرې هم بي واره کولې، ګډ له ګډو حال شو. یوې ویل زموږ کره ماښام دروازه راوټکیدله، بلې ویل زموږ د خونې د مورۍ یا کړکین هینداره راوټکیده، بلې ویل، چي د کږدۍ پیڅول یې را پورته کړ، بلې ویل، چي ما د کږدۍ له پیڅول څخه ولیدله د سر ویښتان یې له پښو سره پسي څکیدل، پدې وخت کي زما د بدن ویښتان ټول جګ جګ ودریدل، دومره ویریدلی وم، چي بیخې د انا غیږ ته ور پورته شوی وم. بادرجمالې زما انا ته وویل: پاتوزۍ تیره شپه ولاړه شوې وه یعني روې شوې وه، سهار موږ ورغلو تر څو تلتکانو لاندې ببر سر، د مخ ګونه یې الوتې نا احاله پرته وه.
له همدې ورځي بیا تر هغه ورځي، چي بریتو مي خط وی کم د نر زوی د ناستې له خونې څخه یواځي د باندي وتلی شوی، هغه ورځ او د سپین سرو د وام خبرو مي پر غیرت دومره غلبه وکړه، چي سر له ماښامه به د تورې شپې پلو وغوړیدی بیا به، نو؛ پر ما هر چا خندل او دمکۍ به یې راکولې. یوه به راته ویل که نر یې پلانکۍ خوني ته به ولاړ شي، بل به ویل ځه که دي د سرای له میدان څخه پلانکی شی را واخبستی، ډیر مي اوقات تریخ ؤ، خو دا زما د ماشومتوب باور او د کلي د سپین سرو خیالي نړۍ وه، که نه په حقیقت کي مي بیا تر نن ورځي پوري داسي څه ونه لیدل.
نوټ: دا قیصې اوس هم په کلیوالو سیمو کي کیږي، زما له ټولو ښځو او سړو څخه دا غوښتنه ده، چي د خپلو اولادونو ترمخ بيځایه افساني او د وام خبرې مه کوئ، هغوۍ ته د تشویق په موخه دلاوره خبرې کوئ، که نه ستاسو د ماشومانو به هم داسي حال وي لکه زما، چي په ماشومتوب کي ؤ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro