ايرانيانو افغانستان ته د نفتي موادو ټانکرونو مخه نيولې اوبه غواړي

خبريال ويب پاڼه/ برادر افغان حق اب په ایران کې وروسته له هغه د اوبو ستونزه نوره هم زياته شوه چې د افغانستان پخواني حکومت د کمال خان بند ورغاوه.
د ايران د زابل اوسيدونکو له افغانستانه د اوبو غوښتنه وکړه او په اعتراصي شکل سره يې افغانستان ته د راتلوونکو نفتي موادو ډکو ټانکرونو مخه ونيوله.
هغوی د لارې په بندولو او د بار موټرونو په میخینوي سره د کمال خان بند د اوبو د دريچو په خلاصون سره چې د نيمروز پرلور تللې اعتراض وکړ او د اوبو غوښتنه يې وکړه.
ایرانیان يوازي همدا هدف لري چې په ماته توګه د افغانستان اوبه وکاروي.
تيره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د ايران په فرمايش د کمال خان بند اوبه تالبانو ايران ته پرېښي دي خو وروسته تالبانو د اوبو پريښودلو پر موضوع وضاحت ورکړ او دا ادعا يې رد کړه چې دوی ايران ته د کمال خان اوبه خوشي کړې دي.
ايران څه غواړي
دوه ګاونډيان افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی پاکستان او ایران پاکستان د ډيورنډ معضله لري او ایران بيا د دې هېواد اوبو ته غلی دی خو اوس چې کله د افغانستان د اوبو مسله ياديږي نو ورسره سمدلاسه د ايران نفس هم خيژي کلونه کلونه کیږي چې د افغانستان خوږې اوبه ایران په مفته توګه کاروي خو اوس چې کمال خان بند جوړ شوی او له دې هېواده دغه مفتی اوبه را ګرځېدلې نو ايران او وګړو يې شور جوړ کړی.
کله چې محمد اشرف غني د کمال خان بند افتتاح کاوه نو ايران ته يې په خطاب کې وويل چې که مفتې اوبه غواړئ نو نشته‌ او که دغسې نه وي نو تيل را کړئ اوبه واخلئ
هغه وخت هم يي و شمېر ايرانيانو د اشرف غني پر دې خبره غبرګون ښودلی وو او د اوبو د حق غوښتنه يې کړې وه

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro