The news is by your side.

محقق: افغانستان امن نه دی او هيڅوک فردي امن نلري

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد محقق په خپلو تازه څرګندونو کې پر تالبانو تور پوري کړی چې سمتي او ژبنیو بد بينيو ته لمن وهي او هيڅ يوه ژمنه يې نه ده پر ځای کړې.
محقق د امريکا له لوري د دوحې خبرو د بيا پيل کيدلو په هکله وويل چې تالبان باید يو ټولشموله اسلامي حکومت جوړ کړي چې دا هم د دوحې هوکړې يو جز او په دې کې ښکیل لوري ټول مکلف دي چې دا وکړي.
هغه د دې مذاکراتو هرکلی وکړ او د يوه مثبت بدلون غوښتنه یې وکړه.
محمد محقق وويل: تالبان د امینت په هکله يو واضح دروغ وايي د افغانستان امنيت ډير خراب دی تاسې د فاریاب حالت وليدی د ترورنو لړۍ چې په کښې میرمنې او ځوانان په نښه شوي او وژل شوي دي هیڅوک امنيت نلري د موی تای د ملي ټيم لوبغاړی ووژل شو دا ټولې هغه پيښې دي چې د امنيت د خرابوالي څرګندونه کوي.
هغه د افغانستان د هزاره توکمو پرحالت خاصه اندېښنه څرګنده کړه او تالبان يې پر سمتي او ژبنیو تعصبونو تورن کړل.
محقق دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تالبان د خپل راتګ تر ټولو لويه لاس ته راوړنه د افغانستان سرتاسري امنیت بولي او ټولې نړۍ ته يې ډاډ ورکړی چې وروسته له شلو کلونو د افغانستان امنيت ډاډمن شوی او د هرچا حقوق تامین دي، له دې سره تر خوا د افغانستان په زيات شمير ولايتونو کې د پخواني دولت يو شمېر منسوبین ترور او شکنجه شوي چې تالبانو ويلي د دې قضيو په هکله څیړنې کوي، خو تراوسه کومې قضيې ته رسيدګي نه ده شوې
د تالبانو له واکمنۍ شاوخوا پنځه مياشتې وزي ولې تراوسه پوري هيڅ يوه هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پیژندلی او نه هم ورسره چا نژدې والی ښودلی خو تالبان بیا وايي ټول شرايط يې پوره کړي او نړۍ بايد دوی په رسميت وپيژني.

Comments are closed.

koi finance