د جګړې بدل تاکتيک، بريدونه تر اسلام اباده رسيدلې پاکستان به سقوط وکړي
خبريال ويب پاڼه/ په وروستیو ورځو کې پاکستان نا ارامه او دا لړۍ تر اسلام اباده ورسيده.
راپورونه وايي چې په روانه مياشت کې ترټولو زياتې د ناامنيو پيښې رامنځته شوې او لاهم دوام لري.
څيړونکي وايي چې اوسمهال د پاکستان لپاره ترټولو دا اندېښنموونکې ده چې بريد کوونکو تاکتيک بدل کړ او د نظامي کسانو ترڅنګ ملکيان هم په نښه کوي.
شنونکي اجمل سهېل وروستیو بريدونو او د نن لاهور بريد ته په اشارې وویل چې په پاکستان کې مذهبي ډلو خصوصا د ټي ټي پي ډلې خپلو بریدونو ته په شدت ډيروالی ورکړی او دا ځل يې د نظامي کسانو ترڅنګ ملکي هم په نښه کړي ترڅو ګواښ او تلفات زيات شي.
نن د پاکستان پنجاب مرکزي ښار لاهور د انارکلي يوه وړوکي بازار کې چاودنه وشوه چې دوه کسان يې ووژل او ۲۵ نور يې ژوبل کړل د يو شمېر ژوبلو کسانو حالت هم د اندېښنې وړ دی، د لته ويلای شو چې په پاکستان کې د جګړې او بريدونو تاکتيک دوه اړخیزه شوی اوس به ملکي او نظامي دواړه په نښه کيږي.
دا بريدونه څوک کوي؟
په افغانستان کې د تالبانو بريا د پاکستان غ سقوط لامل شو، د اګسټ له ۱۵ را په دې خوا چې کله تالبان کابل ته ننوتل پر پاکستان اور بل شوی که څه د فيصدي له نظره به دا نا امني دومره نه وي خو داسې پتېيل کيږي چې دا نا امني به د پاکستان ژوند اخلي.
پاکستان د دې نا امنیو وروسته يو ځل بيا پر ټي ټي پي باندې د سولې ډ خبرو د پيل غوښتنه وکړه خو په دې هکله تراوسه پوري ټي ټي پي خپل رسمي نظر نه دی څرګند کړی
پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې پاکستان دا ځل يوې قومي قبيلوي جرګې ته مراجعه کوي او غواړي چې له دې لارې ټي ټي پي لارې ته راولي
Comments are closed.