The news is by your side.

د تالبانو رسمیت لپاره بل مهم ګام پورته شو

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت يو نوی اعلان کړی چې ورسره سم د دوی منزل تر رسمياتو نور هم لنډوی د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې له ډيرو کوښښونو او هلو ځلو وروسته په دې توانيدلي چې اروپايي ټولنې ته قناعت ورکړي او په دوی باور وشي.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي اروپايي ټولنې له استازو سره د پرلپسې ليدنو وروسته اروپايي اتحاديې د خپل دايمي حضور لپاره، خپل سفارت رسما پرانيست او کار يې پيل کړ.
د اروپايي ټولنې له دې ګام څخه څرګندېږي چې که تالبان هرڅومره سر زوري شي خو بيا هم ورسره نړي تعامل کوي.
د راپورونو له مخې له دې ورسته به د اروپايي اتحاديې د سفارت دروازې د تالبانو په امنيت د دايم لپاره خلاصې وي.
له دې ګامه وروسته داسې پتېيل کيږي چې نړۍ او هېوادونه به هرومرو له تالبانو سره کومه لاره جوړوي او په لنډو وختونو کې به زيات بدلونونه راشي.
د دې سفارت په پرانسته سره تالبانو ته بل شين څراغ ورکول شو.
تراوسه نړۍ د تالبانو بديل نلري ځکه ورسره تعامل روان دی خو داسې ښکاري که چیري د نړي په شان تالبان تعامل اختيار نکړي ژمنې او هوکړي عملي نکړي نو ليري نه ده چې بديل به يې هم وړاندې شي.
تالبان د دې په لټه کې دي چې هیوادونو سره اړیکې ولري ژر ترژره پر وران اقتصاد کار وکړي د نړۍ او افغان ولس رضایت ترلاسه کړي او په نړۍ کې د يوه منلي حکومت په توګه راڅرګند شي، داسې به وشي او شوي به وای خو مهمه داده چې تالبان له شل کاله وروسته د مدنيت ميز ته راغلي چې تر هرڅه لومړی بايد ځان د نړي پر قوانينو جوړ کړي او له هغه وروسته مشروعيت وغواړي خو مهم رول دادی چې تر هرڅه وړاندې تالبان بايد په ټولنيزه توګه په ولس کې خپل محبوبيت ولټوي

Comments are closed.

koi finance